Language

پلخمري کې پر یوه موټر د چسپکي ماین چاودنې څلور کسان ټپیان کړي

پلخمري (پژواک، ٢٦ کب ٩٧): د بغلان په مرکز پلخمري کې پر یوه ملکي موټر چاودنه شوې چې په ترڅ کې يې د يوه ماشوم په ګډون څلور کسان ټپيان شوي دي.

د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت د کب په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له  غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د پلخمري په بازار کې د ملکي وګړو په یوه کرولا موټر کې ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنه وکړه.

هغه وايي چې په دې چاودونه کې د يوه ماشوم په ګډون څلور کسان ټپيان شوي دي.

دغه راز د بغلان د عامې روغتيا رياست مرستيال عبدالحليم غفاري پژواک ته وويل چې له يادې پېښې روغتون ته څلور ټپيان ور وړل شوي دي.

هغه وويل چې د درېيو کسانو روغتيايي حالت ښه دى خو د ماشوم روغتيايي وضعيت ښه نه دى؛ ځکه دواړه پښې يې پرې شوې دي.

د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.​

login or register a new account.