کابل (پژواک، د وري لومړۍ نیټه ۹۸): د افغان سولې لپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د روسیې، چین او اروپایي اتحادیې له استازو سره پر افغان سولې خبرې کوي.
د امریکا د بهرنو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا دوه ورځنۍ غونډه نن په واشنګټن کې پیلیږي .
سرچینې زیاته کړې، چې په دې ځانګړې غونډه کې د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف هم واشنګټن ته رسیدلی او په غونډه کې به د چین د سفیر ډنگ زیجن او د اروپايي اتحاد خاص استازی رونالډ کوبیا هم ګډون کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د استازو په دې لیدنه کې به د افغانستان د سولې د پروسې سره د نړیوالې ټولنې په مرستو خبرې وشي او دا چې دغه ټولې خواوې څنګه په خبرو کې د پرمختګ او د دغې اوږد مهالې جګړې د ختمولو لپاره خپله برخه رول لوبولی شي.
د یادونې وړ ده چې له طالبانو سره په قطر کې د پنځم پړاو تر اوږدو خبرو وروسته خلیلزاد واشنګټن ته ستون شوی او تر اوسه یې د ګڼ شمیر هیوادونو سفیرانو سره لیدنې کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن