کابل (پژواک، ٣ ورى ٩٨): افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استاز د روسيې، چين او اروپايي اتحاديې له استازو سره پر افغان سولې ځانګړې غونډه وکړه.
دا د افغان سولې په تړاو تر ټولو مهم سيمه ييز او نړيوال کنفرانس بلل کېده چې د دوو ورځو لپاره په واشنګټن کې روان و.
په دې څلور اړخيزه غونډه کې زلمي خليلزاد د روسيې، چين او اروپايي اتحاديې له استازو سره پر افغان سولې په تفصيل سره خبرې کړې دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې له دغه کنفرانسه مهم هدف په افغان سوله کې د يادو هېوادونو رول، د جګړې پاى او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې نېغ په نېغه خبرې پيلېدل بللي دي.
له يادې غونډې وروسته د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په ټويټر کې ليکلي چې دوى ټول د افغانستان د خپلواکۍ درناوی کوي او ټولو افغانانو ته سوله غواړي.
هغه زياته کړې: ((يو داسې افغانستان غواړو چې په راتلونکي کې ترې موږ ته هېڅ ګواښ نه وي.))
د يادونې ده، دا لومړى ځل دى چې د امريکا ځانګړي استازي پر افغان سولې، د چين روسيې او اروپايي اتحاديې له استازو سره غونډه کوي. هغه له طالبانو سره په قطر کې د سولې تر پنځم پړاو خبرو وروسته نېغ په نېغه واشنګټن تللى او تر اوسه يې له ګـڼ شمېر نورو بهرنيو سفيرانو سره هم ليدلي دي.
login or register a new account.