کابل (پژواک، ٤ ورى ٩٨): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر يوناما وايي چې دولتي کارکوونکي هم ملکي وګړي دي او د دوى وژل په جنګي جرمونو کې راځي.
پرون د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د بزګر ورځې نمانځلو په مراسمو کې د چاودنې له امله څلور کسان ووژل شول او تر ٣٠ زيات ټپيان شول چې ډېرى يې ملکي وګړي او دولتي کارکوونکي وو.
په کابل کې د يوناما مطبوعاتي دفتر له خوا د وري په ٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوی دغه بريد غندي.
سرچينې زياته کړې، لومړنۍ موندنې ښيي، په دغه برید کې چې په قصدي ډول ترسره شوى، ډېرى قربانيان يې ملکي دولتي کارکوونکي دي.
وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
يوناما ويلي چې د طالبانو د مسووليت منلو خبرپاڼه ارزولې ده چې طالبانو په کې ادعا کړې چې په ياد بريد کې ملکيانو ته زیان نه دی اوښتی.
په خبرپاڼه کې راغلي، يوناما ښکېلو خواوو ته ور په يادوي چې د نړيوالو قوانینو له مخې د ملکیانو په تعریف کې د دولت ملکي کارکوونکي هم راځي.
ملګرو ملتونو ويلي، په قصدي ډول د ملکيانو په نښه کول جنګي جرم دی.
يوناما ټينګار کوي چې د توپير د اصولو له مخې، د جګړې ښکېل اړخونه مکلف دي چې هر وخت د ملکي او غير ملکي وګړو ترمنځ توپير وکړي.
ملګرو ملتونو غوښته کړې، هغو کسانو چې دغه ډول بریدونه تنظیم کړي، باید عدالت ته راښکل شي او محاسبه ورسره وشي.
login or register a new account.