لښکرګاه ( پژواک، ۵ ورى ۹۸ ): د هلمند د ملي امنيت رياست مرستيال ډګروال محمد اصف خان خادم چې د بزګر ورځې د نمانځنې د مراسمو پرمهال په چاودنه کې ټپي شوى و، په روغتون کې يې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
دوه ورځې مخکې د لښکرګاه په کرزي لوبغالي کې د بزګر ورځې نمانځلو په مراسمو کې د چاودنې له امله ددې ولايت داقتصاد د رييس په ګډون څلور تنه ووژل شول او ٣١ نور ټپيان شوي وو، چې ډېرى يې ددغه ولايت چارواکي وو.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د وري په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت رياست مرستيال دلښکرګاه په ايمرجنسي روغتون کې د سختو ټپونو له امله نن ساه ورکړه.
هغه زياته کړه، نوموړی پر سر ټپي شوی و، د درملنې لپاره يې ډېرې هلې ځلې وشوې، خو هغه ونه ژغورل شو.
د ملي امنيت د مطبوعاتي برخي مسوول محمد داوود مظلوميار هم پر خپله فېسبوک پاڼه د نوموړي مړينه تاييد کړې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP