کابل (پژواک، ٧ ورى ٩٧): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد د مؤقت حکومت په اړه د پاکستان د لومړي وزير عمران خان د څرګندونو په اړه کلک غبرګون ښودلى او هغه يې رغنده نه دي بللې.
عمران خان وړمه ورځ په اسلام اباد کې د رسنيو له استازو سره د خبرو پر مهال يو ځل بيا په افغانستان کې د موقت حکومت جوړېدو غوښتنه وکړه او دا يې د هواري مهمه لاره وبلله.
دغه راز نوموړي پر افغان حکومت نيوکه کړې چې د سولې له روانو هڅو سره سمه همکاري نه کوي.
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د عمران خان د دغو څرګندونو په اړه کلک غبرګون ښودلى دى.
هغه په خپل يو ټويټ کې ليکلي چې پاکستان په افغان سوله کې رغنده رول لوبولى، خو د عمران خان وروستۍ څرګندونې رغنده نه وې.
خليلزاد ويلي چې د افغانستان راتلونکی يوازې د افغانانو لپاره دی او يوازې افغانان به يې په اړه پرېکړه کوي.
د نوموړي په وينا، د نړيوالې ټولنې رول افغانان دې ته هڅولي دي چې یو ځای شي او د خپل راتلونکي پرېکړه وکړي.
د افغانستان حکومت او سياسي مشرانو هم د عمران خان څرګندونې غندلې او کلک غبرګون يې ښودلى دى.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پرون د پاکستان سفارت مرستيال احضار کړ او له اسلام اباده يې خپل سفير راغوښتى دى.
دغه راز پخواني ولسمشر حامد کرزي، د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار، حنيف اتمر او ګڼ شمېر نورو سياسي او حکومتي مشرانو په دې تړاو غبرګون ښودلى دى.
login or register a new account.