Language

د امريکا سفير عمران خان ته: د کرکټ ځيني اصول په ډيپلوماسۍ کې کار نه‌ ورکوي

کابل (پژواک، ٧ ورى ٩٨): په افغانستان کې د امريکا سفير د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان څرګندونو ته په اشاره ويلي چې د کرکټ ځيني اصول په ډيپلوماسۍ کې کار نه ورکوي.

بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د عمران خان څرګندونې سمې نه دي خپرې شوې.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان وړمه ورځ په اسلام اباد کې د رسنيو له استازو سره د خبرو پر مهال يو ځل بيا په افغانستان کې د موقت حکومت جوړېدو غوښتنه وکړه او دا يې د هواري مهمه لار وبلله.

دغه راز نوموړي پر افغان حکومت نيوکه کړې وه چې د سولې له روانو هڅو سره سمه همکاري نه کوي.

د افغان چارواکو او سياسي مشرانو تر څنګ په کابل کې د امريکا سفير جان باس هم د عمران د یادو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلى دى.

باس په ټويټر کې د عمران خان څرګندونو په ځواب کې ويلي: "د کرکټ ځيني مسايل، تخنيکونه په سياست کې ښه تطبيقېږي، خو ځيني نور يې نه کېږي."

هغه زياته کړې، دا مهمه ده چې د افغانستان د سولې په بهير او کورنيو چارو کې له (بال ټِمپرنګ) نه ځان لرې وساتي.

(بال ټمپرنګ) د کرکټ په اصلاح کې يو ډول جرم دى چې د لوبې پر مهال د توپ اچوونکي يا اړوند لوبډلې له خوا د کرکټ توپ زيانمېږي چې بيا ورسره د توپوهونکي د سوځېدو چانس پيدا شي.

بايد وويل شي چې عمران خان تر سياست مخکې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړى او وروسته لوبډلمشر هم و.

بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د لومړي وزير عمران خان څرګندونې سمې نه دي خپرې شوې.

سرچينې زياته کړې چې عمران خان د خپل هېواد بېلګه وړاندې کړې وه چې دلته ټاکنې د يوه موقت حکومت له خوا ترسره کېږي، موخه يې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه وه.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((پاکستان يواځې په افغانستان کې سوله غواړي، نور ورسره څه سروکار نه لري.))

login or register a new account.