کابل (پژواک، ٧ ورى ٩٨) : د هېواد امنيتي سکتور د رهبرۍ غونډې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر مخنيوي ټینګار وکړ.
د ملي امنيت شورا وياند طارق ارين د وري په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دا غونډه چې د ملي امنيت سلاکار په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې د ملي د فاع وزير ، د کورنيو چارو وزير او د ملي امنيت رييس برخه اخيستې وه.
هغه زياته کړه، په دې غونډه کې د هرات، بلخ او بدخشان ولایتونو امنیتي وضعیت وارزول شو.
سرچينې وويل، په دې ناسته کې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ، د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ، کندوز او لغمان ولایتونو کې د ملکي تلفاتو په اړه هم بحث وشو او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له ارزونکي پلاوي وغوښتل شول، چې ژر دې خپلې ارزونې بشپړې، لازم او عملي تدابیر دې ونیسي.
دغه راز په غونډه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي پر جدې پلان جوړونې ټينګار وشو او په دې برخه کې اړوندو مسوولینو ته لازمې لار ښوونې وشوې.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د افغان او نړيوالو ځواکونو په ځمکنو او هوايي بريدونو کې د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې ده.
ولسمشر اشرف غني هم څو ورځې مخکې افغان او نړيوالو امنيتي مسوولينو ته سپارښتنه کړې وه، چې د ملکي تلفاتو د مخنيوي پر يوه نوي مېکانېزم کار وکړي.
login or register a new account.