کابل (پژواک، ٧ ورى ٩٨): د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد يو ځل بيا د سولې د هڅو په لړ کې د اوو هېوادونو په سفر خوځېدلی دی.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا د وري په ٧مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خليلزاد به دغه ځل برېتانيا، بلجيم، اردن، ازبکستان، پاکستان، افغانستان او قطر ته ولاړ شي.
سرچينې زياته کړې چې د هغه سفر پرون پيل شوى او ټاکل شوې ده چې د راتلونکې اپرېل مياشتې تر لسمې پورې دوام پیدا کړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، دغه سفر د زلمي خليلزاد د هغو هڅو برخه ده چې غواړي ټول افغانان د سولې بين الافغاني مذاکراتو ته اماده کړي.
سرچينې زياته کړې چې کابل ته د سفر پر مهال به خليلزاد د افغان حکومت او سياسيونو له مشرانو سره وګوري او له طالبانو سره به د امريکا د خبرو په اړه ورته معلومات ورکوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه سفر پر مهال به خليلزاد د امريکا د متحدو هېوادونو له مشرانو سره هم ګوري او د افغان سولې په اړه به ورسره خپل معلومات شريکوي.
خليلزاد د خپل سفر په لومړي پړاو کې پرون لندن ته رسېدلى او د برېتانيا له يو شمېر چارواکو سره يې پر افغان سولې خبرې کړې دي.
په کابل کې د برېتانيا سفارت په يوه ټويټ کې ليکلي چې دوى د افغان سولې پروسې ملاتړ کوي او د بين الافغاني مذاکراتو غوښتونکي دي.
د يادونې ده، سيمې ته د زلمي خليلزاد دغه شپږم سفر دى، په تېر پنځم سفر کې هغه له طالبانو سره ١٦ ورځې اوږدې خبرې وکړې.
د دې خبرو په پاى زلمي خليلزاد ويلي وو چې له طالبانو سره يې پر څلورو موضوعاتو په تفصيل سره خبرې کړې دي.
هغه زياته کړې وه، د ځواکونو پر وتلو او له ترهګرۍ سره پر مبارزې يې هوکړه کړې، خو د اوربند او بين الافغاني مذاکراتو په اړه به نورو ناستو کې په تفصيل سره خبرې کوي.
خو خليلزاد تر پنځم پړاو سفر وروسته د دې پر ځاى چې کابل ته راشي او له افغان مشرانو سره معلومات شريک کړي، نېغ په نېغه واشنګټن ته ولاړ چې له امله يې د امريکا او افغان حکومت ترمنځ ناندرۍ راپورته شوې.
login or register a new account.