جلال اباد (پژواک، ٧ وری ۹۸): د پژواک خبري اژانس موندنې څرګندوي چې په قرارداد کې د نيمګړتيا او پراخ مالي فساد له امله په تېرو شاوخوا اوو کلونو کې د ننګرهار د تاريخي سپين جومات د جوړېدو چارې سرته ونه رسېدې.
ياد جومات د ١٣٩٢ لمريز کال په لومړيو کې د سختې زلزلې له امله زیانمن شو چې د ولايتي ادارې له لوري يې د نړولو امر وشو او بيا پرې له سره کار پيل شو.
په جلال اباد ښار کې سپين جومات چې د امير عبدالرحمان خان په وخت کې د شاهي قصر دننه جوړ شوى، په ١٣٩٢ لمريز کال کې د زلزلې له امله زيانمن شو چې بيا د ځايي چارواکو له خوا ونړول شو او له سره يې د جوړولو چارې پيل شوې.
پر دغه جومات چې تر څنګ يې يوه راډيو او کتابتون هم جوړېدل، ۹ ميليونه، ۶۹۹زره او ۵۷۰ ډالر لګښت راځي چې د ملي سوداګرو له لوري ورکړل شوي دي.
خو وروسته له هغه چې په دغه جومات کې د ستر فساد او اختلاس راپورونه ورکړل شول، محکمې يې تر څېړنې پورې د چارو بندېدو امر وکړ چې لا يې هم کارونه نه دي پيل شوي.
شاوخوا درې مياشتې وړاندې د ننګرهار پخواني الي حيات الله حيات د دغه ولايت د مرستيال تميم عارف مومند په مشرۍ يوه ګډ پلاوي ته دنده وسپارله چې د جومات د چارو په اړه پلټنې وکړي او څرګنده کړي چې ولې يې په دومره ډېره موده کې یې کار خلاص نه شو.
خو د پژواک اژانس تازه موندنو څرګنده کړې چې ټوله ستونزه په قرارداد کې د نيمګړتيا او د چارواکو د غفلت او بې کفايتې له امله رامنځته شوې ده.
د ننګرهار د سوداګرۍ خونې عامل رييس ډاکټر شمس الحق مجاهد وايي، دغې ادارې د سوداګرو په خوښه پرېکړه وکړه چې له تورخم څخه راتلونکې په سوداګريزو اموالو بار هرې لارۍ څخه به ۳۰۰ افغانۍ د جومات لپاره ورکوي.
هغه پژواک ته وويل، دغه چاره ۱۳۹۲ کال کې پيل شوې وه او ۱۳۹۵ کې پای ته ورسېدې خو دا معلومات يې ورنکړل چې په دغه موده کې څومره پيسې راټولې شوې دي.
نوموړی وايي، تر اوسه يې دا پرېکړه نه ده کړې چې د جومات د چارو له پيل سره بيا دوی مرسته کوي او کنه؛ خو وايي، نږدې ورځو کې په همدې موضوع د ننګرهار سوداګر او د افغانستان د سوداګرۍ خونه مشورتي غونډه لري او خپله پرېکړه به کوي.
د جومات چارې څومره پر مخ تللې؟
د سپين جومات د قراردادي شرکت مسوول فضل واحد وايي، تر اوسه يې په جومات کې د پنځو ميليونو ډالرو په لګښت پنځوس سلنه کار کړی، خو وايي چې تر اوسه ورته حکومت يوه افغانۍ هم نه ده ورکړې.
بلخوا د ننګرهار مرستيال والي تميم عارف مومند چې
د سپين جومات قضيه يې د يو ګډ کمېسيون په مشرۍ څېړلې وايي، جومات کې ټولټال ۲۰،۲۵ سلنه کار شوی او قراردادي شرکت ته ١،٢ميليونه، ۷۷زره او ۵۲۴ ډالر ورکړل شوي دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، د ګډ کمېسيون له لوري د مسلکي انجنيرانو په همکارۍ د جومات د ټول کار شفافه څېړنه کړې او دې پايلې ته رسېدلي چې په جومات کې د قراردادي شرکت د ادعا خلاف يوازې ۲۰،۲۵ سلنه کار شوی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ياد کار باندې ١،٩ميليونه، ۶۴زره او ۱۹۵ ډالر لګښت راغلی چې قراردادي شرکت ته په بېلابېلو وختونو کې تر نيمايي ډېرې پيسې ورکړل شوې دي.
هغه وايي، اوسمهال د کار مطابق د قراردادي شرکت ۶ لکه، ۸۶زره او ۶۷۴ ډالر پر حکومت پاتې دي.
د ولايت مرستيال وايي، د جومات قراردادي شرکت باندې خلکو د ۳،۵ ميليونه ډالرو د پور ادعا کړې، خو د شرکت مسوول د ولايت بېلابېلو استعلامونو ته په ځواب کې لومړی د ۴،۶ ميليونه، بيا د ۵،۲ ميليونه ډالرو منلی؛ خو اخر کې يې يوازې د ۳،۷ ميليونه ډالرو د پور تفصيلي اسناد وړاندې کړي دي.
خو مومند وايي، دوی داسې درېيمګړي اسناد ترلاسه کړي چې د شرکت مسوول يوازې ١،٣ ميليون ډالر پوروړی دی.
په قرارداد کې نيمګړتيا
پژواک خبري اژانس ته د رسېدلو اسنادو له مخې په تېرو اوو کلونو کې د سپين جومات د کارونو ځنډ او په کې د لوی مالي فساد رامنځته کېدو لامل په قرارداد کې د نيمګړتيا موجوديت دی.
د ننګرهار د وخت والي ګل اغا شېرزي او د فضل شرق بلډرز شرکت ترمنځ د سپین جومات د جوړولو قرارداد په يو کلیوالي او ډېر سطحي شکل شوی چې په کې جوتېږي د فساد لپاره له همدغه ځایه لاره هواره شوې ده.
ياد څو ميليون ډالري قرارداد په يوه عادي سپينه ورقه کې په عرفي شکل په دري ژبه لیکل شوی او د يو لوی قرارداد لپاره د انجنيرۍ کوم اصول چې دي، يو يې هم په کې نه ښکارېږي.
داسې يو ستر قرارداد باید داسې يو شرکت ته ورکړل شي چې پخوانی ښه کاري شالید او قوي مالي ضمانت ولري او دغه راز یې مالي امکانات هم مشخص وي، خو بر عکس قرارداد د فضل شرق بلډرز په نوم هغه شرکت ته ورکړل شوی چې نه هم يوه افغانۍ د ضمانت لپاره ورسره وه او نه یې هم په ساختماني چارو کې کوم ښه شالید درلود.
همدا راز په ياد قرارداد کې ليکل شوي چې د جومات جوړولو تر پنځلس سلنې کار پورې به قراردادي له خپلو امکاناتو کار اخلي، خو بیا شل سلنې کار پورې له نیمايي څخه زیاتې پيسې فضل شرق بلډرز شرکت ته ورکړل شوي دي.
پژواک ته د ياد قرارداد رسېدلې کاپي کې نه دي لیکل شوي چې د سپين جومات د جوړولو چارې باید څه وخت پيل او په کومه نېټه دې پای ته ورسېږي.
دغه راز مشخص شوې نه ده چې قراردادي شرکت ته به پيسې له کوم درکه ورکول کېږي او په کومو شرايطو بايد پيسې ورکړل شي.
د عدلي او قضايي ادارو معلومات
د ننګرهار د استيناف محکمې چارواکي وايي، تر اوسه ورته د سپين جومات د قضيې په تړاو يوازې يوه دوسيه راغلې چې هغه هم په دې وروستيو کې ور رسېدلې او تر دې وړاندې ورته هېڅ قضيه نه ده لېږل شوې.
د استيناف محکمې رييس قضاوتمند عبدالولي قاضي زاده پژواک اژانس ته وويل
چې د سپين جومات رغولو لپاره د تورخم ګمرک کې له موټرو چنده راټول شوې او اوس په کې پراخ فساد شوى دى.
هغه پژواک اژانس ته وويل، د ١٣٩٧ لمريز کال د کب په ٤مه، له اداري فساد څخه را ولاړو شوو جرمونو ته د رسېدو له خوا دوسيه د ننګرهار لومړنۍ محکمې ته راغلې وه چې په کې د ولايت مقام يو استازی، د تورخم ګمرک د هماغه وخت مرستيال، يو د ګمرک کمېشنکار، يو د سوداګرۍ خونې کارکوونکی او دغه راز د وخت د ولايت مقام لوړرتبه چارواکي پړه بلل شوي.
د نوموړي په وينا، له همدې امله يادې محکمې يوه اوونۍ وروسته د عدم صلاحيت قرار پر اساس دوسيه جرايم سنګين محکمې ته استول شوې .
د ننګرهار د استيناف څارنوالۍ رييس محمد ولي هاشمي وايي چې په دې قضيه کې چې اوس د جرايم سنګين ادارې ته لېږل شوې، د شرکت د مشر په ګډون څلور کسان په کې په نښه شوي دي.
ولايتي شورا د وخت چارواکي پر غفلت تورنوي
د ننګرهار د ولايتي شورا غړی اسرارالله مراد له پژواک سره په خبرو کې وويل چې د سپين جومات د جوړولو لپاره په سر کې هوايي پرېکړې او خبرې شوې دي.
نوموړي زياته کړه، د وخت چارواکو د جومات جوړولو په برخه کې ډېر زيات غفلت کړی او د هغوی د بې پروايۍ او ناغېړۍ له امله د ياد جومات جوړولو چارو کې پراخ مالي فساد را منځته شوی دی.
مراد وايي، د څلورو واليانو تبديلۍ با وجود تر اوسه د ياد جومات د جوړېدو چارې بشپړې نه شوې او د ننګرهار اوسني چارواکي دې د یادې معضلې په حل کولو سره دې دغې ستونزې ته د پای ټکی کېږدي.
د ننګرهار د ولایتي شورا یو بل غړي اجمل عمر بيا له اوسنيو چارواکو په کلکه غوښتنه کوي چې نور دې په ننګرهار کې رامنځته شوې دا ستره معما ختمه کړي.
هغه وايي، د سپین جومات کارونه چې څومره ځنډېږي او مالي فساد یې بربنډېږي د ختیځو ولایتونو ولسونو او په ځانګړي توګه ننګرهار مېشتو ته شرم زیاتېږي.
مدني فعالان مفسدينو ته د سختې سزا غوښته کوي
مدني فعال نور اغا ځواک چې د سپین جومات د چارو د پيل په وخت کې د ننګرهار د وخت د والي ګل اغا شېرزي مشاور و، وايي د سپين جومات د جوړېدو چارې والي شېرزي د ديني عالمانو، خلکو او مدني فعالانو په غوښتنه پيل کړ.
نوموړی وايي، د جومات جوړېدو د لګښت لپاره سوداګرو ټټر وهلی و، هغوی يې د چارو مسووليت هم پر خپله غاړه واخيست، خو د والي له تبديلۍ سره غبرګ د جومات چارې ټکنۍ او خلکو له موقع په ګټې اخيستو فساد وکړ.
دی غوښتنه کوي چې ولايتي اداره دې په دې قضيه کې ټولو هغو اشخاصو ته چې فساد يې کړی، سخته سزا ورکړي څو په راتلونکي کې نورو ته د عبرت سبب شي.
يو بل مدني فعال شکيب شريفزی وايي، دغې موضوع ننګرهار ته تاريخي زيان رسولی او بايد حکومت يې نور د حل لپاره جدي اقدامات وکړي.
نوموړی وايي، په جومات کې فساد د ننګرهار حيثيت ته زيان رسولی او هم يې د جومات هغه تاريخي قدامت چې درلود يې، زيانمن کړ.
د ولايتي ادارې تازه پرېکړه
وروسته له هغه چې د ننګرهار د مرستيال والي تميم عارف مومند په مشرۍ يوه پلاوي د سپين جومات د قضيې څېړنه وکړه، د ننګرهار اوسني والي شاه محمود مياخېل پرېکړه کړې چې د جومات قرارداد لغوه شوی او نور يې چارې خپله حکومت مخې ته وړي.
والي که څه هم ونه ويل چې د کوم وزارت او يا ادارې په همکارۍ به د جومات کارونه مخې ته وړل کېږي، خو يادونه يې وکړه چې ډېر ژر به د جومات کارونه بېرته پيل شي.
هغه زياته کړه، د جومات واک له دې وروسته د ننګرهار د حج او اوقافو رياست ته ورکړل شوی چې د دې ادارې مشر مولوي محمد داود مجاهد يې د چارو د مسوولیت اخيستو او په حل کې د منډو تړو ډاډ ورکړ.
خو د سپين جومات قراردادي شرکت او د شرکت پوروړي بيا د والي دا پرېکړه ناقانونه ګڼي او وايي تر هغه وخته چې د دوی د پيسو ستونزه حل شوې نه وي، د قرارداد د لغوه کېدو پرېکړه ورته د منلو وړ نه ده.
د فضل شرق بلډرز شرکت مشر فضل واحد له پژواک سره د خبرو پر مهال وويل، لومړی بايد ولايتي اداره د هغو خلکو پورونه ورکړي چې ده ترې د جومات لپاره ساختماني مواد په پور وړي او بيا يې وروسته د قرارداد لغوه کولو پرېکړه وکړي.
دی وايي، د دې پرېکړې پر وړاندې به کلک غبرګون ښيي او له هرې ممکنه لارې چې کېږي دغه قرارداد به لغوه کېدو ته نه پرېږدي.
اول خان چې د سپين جومات قراردادي يې د هغه په خبره ٩ ميليونه او٥٠٠ زره افغانۍ پوروړی دی، وايي دا پرېکړه ورته هېڅکله د منلو وړ نه ده.
هغه زياتوي، دوی فضل واحد ته د جومات په اعتبار پور ورکړی او که قرارداد ترې واخيستل شي، نو هغه به د پوروړو پيسې له کومه کړي چې ټولو ته يې ورکړي.
خو د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي، د ګډ کمېسيون د ش
وې څېړنې له مخې قراردادي د ۱۹لکه، ۶۴زره او ۱۹۵ډالرو کار کړی، ۱۲لکه، ۷۷زره او ۵۲۴ ډالر يې ترلاسه کړي، ۶ لکه، ۸۶زره او ۶۷۴ ډالر يې حکومت پوروړی دی، خو بانکي اکونټ کې د پور تر څنګ د پاتې ټول کار لپاره يوازې ۴۲ ميليونه ۱۶زره او ۴۰۵ افغانۍ موجودې دي.
دی وايي، حکومت يوازې د شوي کار پاتې پيسې چې د شپږ لکو ډالرو په شاوخوا کې دي، قراردادي شرکت ته ورکوي او پاتې نور پوروړي کولی شي د عدلي او قضايي ارګانونو له لارې دغه قضيه مخې ته بوځي.
هغه دا هم وويل، دوی به ولسمشرۍ ماڼۍ ته د پوروړو عرض ورسوي، که امکانات وي نو هغوی به ورسره په دې برخه کې همکاري وکړي.
د ننګرهار د استيناف څارنوالۍ او استيناف محکمې رييسان هم ورته څرګندونې لري او وايي پوروړي کولی شي د شرکت په مسوول عريضه وکړي، دوی به يې د قانون له مخې ستونزه حل کړي.
د يادولو ده، اوس مهال له تېرې اوږدې مودې راهيسې د سپين جومات د جوړېدو چارې په ټپه ولاړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP