کابل (پژواک، ٨ وری ٩٨): د ملي دفاع وزارت سرپرست د هېواد له سیاسیونو وغوښتل چې د امنیتي ځواکونو په چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.
اسدالله خالد دغه څرګندونې تېره ورځ د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال په توګه د ډګر جنرال محمد یاسین ضیا د معرفۍ په مراسمو کې وکړې.
د ملي دفاع وزارت سرپرست وویل: ((روان کال برخلیک ټاکوونکی او خطرناک دی، د راپورونو له مخې دښمنان مو د خپلو بهرنیو بادارانو په امر د جګړې تیاری کوي. بلخوا د سولې او ولسمشرۍ ټاکنې په مخ کې لرو خو ډاډه یم چې د سرتېرو او همکارانو په زړورتیا او درایت به دښمن ماتې خوري او د عمل نوښت به د هېواد د امنیتي ځواکونو په لاس کې وي.))
نوموړي سیاسیونو ته په خطاب کې وویل: ((له سیاستمدارانو هیله کوم چې زموږ او امنیتي ځواکونو په چارو کې لاسوهنه ونه کړي او بې غرضه پاتې شي، ځکه موږ یې په سیاسي چارو کې کار نه لرو. موږ سیاستمدارانو ته ډاډ ورکوو چې د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د زمینې برابرولو لپاره به له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلو.))
خالد زیاته کړه، په تروريستي ډلو د فشار راوړل به دوی سولې ته اړ کړي. که سولې ته حاضر نه شي اړ به شي چې سولې ته راوګرځي.
د ملي دفاع د سرپرست په خبره، امنیتي ځواکونه د سولې د ټینګښت لپاره د ژوند تر وروستۍ شېبې مخکې ځي او د باعزته سولې غوښتونکي دي که څه هم په دې لاره کې یې وینه تویې شي.
خالد وویل: ((زموږ ځینو دښمنانو ویلي چې د افغانستان اردو له منځه وړو. تېرې تجربې ته په کتو به هېچا ته د اردو د له منځه وړلو اجازه ور نه کړو. د امریکایانو د وتلو په صورت کې افغانستان زموږ او ستاسې دی، جوړول او مدیریت یې زموږ ټولو پر غاړه دي او په مېړانه به یې ساتنه کوو.))
login or register a new account.