کابل (پژواک،١٠ ورى ٩٨) : د افغان سولې لپاره دامريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په بلجيم کې د ناټو او اروپايي اتحاديې له استازو سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې او هغوى ته يې د خپلو وروستو هلو ځلو په اړه معلومات ورکړي دي.
خليلزاد چې د افغان سولې په تړاو په خپل شپږم سفر روان شوى، تر لندن وروسته وړمه ورځ بلجيم ته تللى او هلته يې لومړى د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ او ورسره پلاوي سره وليدل.
نوموړي په ټويټر کې ليکلي، چې ناټو سره يې د خپلو هلو ځلو، طالبانو سره د ليدنو او نورو هڅو په اړه معلومات شريک کړل.
هغه زياته کړې، چې ناټو او امريکايي ځواکونه اوږه په اوږه په افغانستان کې خدمت کوي، موخې او هدفونه يې ګډ دي او دا قربانۍ يې ددې لپاره ورکړي چې په افغانستان کې سوله رامنځته شي.
خليلزاد ويلي، ناټو او امريکا به په ګډه خپل هدفونه ترلاسه کړي او بين الافغاني مذاکراتو ته به زمينه برابروي.
دغه راز نوموړي په يوه بل ټويټ کې ليکلي، چې په بلجيم کې يې د اروپايي اتحاديې له استازو سره هم ګټورې خبرې کړې او هغوى يې د خپلو وروستيو هڅو په اړه په جريان کې کړې دي.
login or register a new account.