Language

ولسمشر غني له ځينو سیاسي او جهادي مشرانو سره د سولې په اړه خبرې وکړې

 

کابل (پژواک، ١٠ ورى ٩٨) : ولسمشر اشرف غني د هېواد له یو شمېر سیاسي او جهادي مشرانو  سره د سولې په اړه خبرې کړې دي.

د ولسمشر وياند هارون چخانسوري د وري په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې ليدنه کې چې نن له غرمې مخکې وشوه، پخواني ولسمشر حامدکرزي، جهادي شخصیت استاد عبدرب الرسول سیاف، د ولسمشر دویم مرستیال استاد سرور دانش، اجرائیه ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله او د سولې عالي شورا رييس استاد محمدکریم خلیلي شتون درلود.

هغه وايي، په دې کتنه کې یادو شخصیتونو د سولې په پروسه کې د جریانونو، اقشارو او نویو واقعیتونو څخه د غوره استازیتوب  په موخه خپلې مشورې وړاندې کړې.

د نوموړي په وينا، دا مشورې په دې خاطر دي چې سولې ته د رسېدو لپاره متعددې هڅې د واحد دریځ په توګه د خبرو اترو په بهیر بدلې شي.

دا ليدنه په داسې حال کې شوې، چې ټاکل شوې، دامريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد دسولې د خبرو او مشورو لپاره نن کابل ته را ورسېږي.

نوموړى چې د سولې په تړاو په خپل شپږم سفر روان شوى، تر دې مخکې لندن او بلجيم ته تللى و، هغه په بلجيم کې د ناټو او اروپايي اتحاديې له مشرانو سره د افغان سولې په اړه مشورې کړې دي.

ټاکل شوې ده، چې نوموړى په قطر کې له طالبانو سره د شپږم پړاو خبرو له پيلولو مخکې پاکستان، ازبکستان او اردن ته هم ولاړ شي.

login or register a new account.