Language

خليلزاد د سولې شورا او د حکومت له مرکچي پلاوو سره وليدل

کابل (پژواک، ١٢ ورى ٩٨): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد کابل ته راغلی او له افغان چارواکو سره يې ليدنې پيل کړې دي.

هغه تېره اوونۍ د افغان سولې په تړاو د اوو هېوادونو په سفر راوتلی او تر اوسه یې د افغانستان تر څنګ برېتانيا او بلجيم سفرونه کړي دي.

نوموړي په بلجيم کې د ناټو او اروپايي اتحاديې له مشرانو او استازو سره پر افغان سولې خبرې او مشورې کړې دي.

زلمي خليلزاد د وري په ١٢مه په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې بېرته کابل ته رسېدلى او نن سهار يې له افغان مشرانو سره د ليدنو لړۍ پيل کړې ده.

هغه زياته کړې چې د سولې عالي شورا د دارالانشاء له رييس، د ولسمشر له ځانګړي استازي عمر داوودزي او د سولې لپاره د افغان حکومت د مرکچي پلاوي له مشر سره يې ليدلي دي.

په دې ليدنه کې د سولې عالي شورا او د مرکچي پلاوي نورو غړو هم ګدون درلودل.

خليلزاد ليکلي: ((موږ پر دې بحث او خبرې وکړې چې څه ډول ژر تر ژره بين الافغاني مذاکرات پيل شي.))

نوموړی په داسې حال کې کابل ته په سفر راغلی چې د خليلزاد پر سر د افغان حکومت او امريکا ترمنځ اړيکې خړې پړې شوې دي.

د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب تېره مياشت واشنګټن ته د سفر پر مهال پر خليلزاد نيوکه کړې وه چې د سولې پروسه سمه پر مخ نه بيايي او له ډې لارې د واک ترلاسه کولو په هڅه کې دى.

امريکا نه يواځې د محب څرګندونې رد کړې، بلکې کلک غبرګون یې وښود او له هغه سره يې هر ډول ډیپلوماتیکې اړيکې پرې کړې.

د حکومت سرچينې وايي چې خليلزاد له خپلې سپارل شوې دندې ناوړه استفاده کوي او هغه کارونه کوي چې د هغه په کاري لايحه کې نه دي.

مُحب يادې څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې خليلزاد په قطر کې له طالبانو سره تر ١٦ ورځنيو اوږدو خبرو اترو وروسته د دې پر ځاى چې نېغ په نېغه کابل ته راشي او افغان حکومت له یادو خبرو په جريان کې کړي، مستقیم واشنګټن ته ولاړ.

login or register a new account.