Language

زلمي خلیلزاد  او ولسمشر غني د سولې پر وروستیو هڅو خبرې وکړې

کابل (پژواک، ۱۲ وری ۹۸) : ولسمشر اشرف غني او دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دافغان سولې په تړاو د وروستیو هڅو په اړه خبرې وکړې.

زلمی خلیلزاد چې د سولې په تړاو د خپلو هڅو په دوام کې په شپږ سفر روان شوی، تیره شپه کابل ته رسیدلی او نن سهار یې له افغان مشرانو سره لیدنې پیل کړې دي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د وري په ۱۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې زلمي خلیلزاد نن تر ماښام وروسته ولسمشر غني سره ولیدل.

هغه زیاته کړه، چې دواړو د سولې د روانو کوښښونو په اړه یې بحث او خبرې وکړې. چخانسوري وایي، چې د دواړو لوریو تر منځ بحثونه به ادامه ولري او د دې بحثونو د پرمختګ جزئيات به د افغانستان خلکو سره شریک شي.

نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړی، خو له ارګ څخه ددې لیدنې په خپور شوي عکس کې ښکاري، چې دامریکا سفیر جان باس، د ناټو قوماندان جنرال میلر، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، د حکومت د مرکچي پلاوي مشر سلام رحیمي، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر متین بیګ او د ولسمشر ستر سلاکار ډاکټر فضل محمود فضلي په دې لیدنه کې ناست وو.

دغه راز په عکس کې یوه ښځه هم لیدل کیږي، خو دا چې مخ یې سم نه ښکاري، نو نه پیژندل کیږي.

زلمي خلیلزاد نن سهال د سولې شورا ددارالانشاء مشر عمر داوودزي او د شورا غړو سره لیدلي وو، دغه راز نوموړي د ښځو له استازو سره هم پر سولې مشورې وکړې.

هغه بیا پغمان ولسوالۍ ته تللی و او هلته یې جهادي او سیاسي مشر استاد عبدالرب سول سیاف سره ولیدل، بیا مازیګر یې اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او صلاح الدین رباني سره پر سولې خبرې وکړې.

د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب تېره مياشت واشنګټن ته د سفر پر مهال پر خليلزاد نيوکه کړې وه چې د سولې پروسه سمه پر مخ نه بيايي او له ډې لارې د واک ترلاسه کولو په هڅه کې دى.

امريکا نه يواځې د محب څرګندونې رد کړې، بلکې کلک غبرګون یې وښود او له هغه سره يې هر ډول ډیپلوماتیکې اړيکې پرې کړې. د حکومت سرچينې وايي چې خليلزاد له خپلې سپارل شوې دندې ناوړه استفاده کوي او هغه کارونه کوي چې د هغه په کاري لايحه کې نه دي.

مُحب يادې څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې خليلزاد په قطر کې له طالبانو سره تر ١٦ ورځنيو اوږدو خبرو اترو وروسته د دې پر ځاى چې نېغ په نېغه کابل ته راشي او افغان حکومت له یادو خبرو په جريان کې کړي، مستقیم واشنګټن ته ولاړ.

login or register a new account.

Related Topics