Language

​ناټو: افغانستان ته په ګډه تللي يو او د راتلونکي په اړه به هم په ګډه پرېکړه کوو

کابل (پژواک، ١٢ ورى ٩٨): د ناټو سرمنشي وايي چې ټول غړي هېوادونه افغانستان ته په ګډه ورغلي او د راتلونکي په اړه به هم په ګډه پرېکړه کوي.

د ناټو سرمنشي دغه څرګندونې نن (د وري ١٢مه) د امريکا په پلازمېنه واشنګټن کې د دغه سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو له غونډې مخکې په يوه خبري غونډه کې وکړې.

ټاکل شوې ده چې د ناټو سازمان د ٢٩ غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه د وري په ١٥مه په واشنګټن کې جوړه شي.

د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ وويل چې  له يادې غوندې مخکې به دى د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ګوري او ورپسې به د امريکا کانګرېس ته وينا وکړي.

هغه زياته کړه چې د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې به د ناټو له امنيت، دفاع او ننګونو سره د مقابلې په اړه د موضوعاتو تر څنګ د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او په افغانستان کې د ناټو پر ماموريت هم خبرې وکړي.

سټولټنبرګ وويل، دغه راز د بهرنيو چارو وزيران به په افغانستان کې د روانې جګړې د خاتمې په اړه د سولې د روانو هڅو په اړه هم خبرې کوي.

د هغه په وينا، څو ورځې مخکې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي ډاکټر زلمى خليلزاد په بروکسل کې د ناټو سازمان له غړو او استازو سره په دې اړه په تفصيل سره خبرې او مشورې وکړې.

د ناټو سرمنشي وايي چې په افغانستان کې د ناټو قوماندان جنرال سکاټ مېلر او ملکي استازى نيکولاس کى له خليلزاد سره په همغږۍ له نږدې کار کوي.

هغه زياته کړه: ((په افغانستان کې په ګډه يو او په دغه هېواد کې د ناټو د راتلونکي په اړه هم په ګډه پرېکړه کوي.))

سټولټنبرګ وايي، ناټو سازمان او متحدين يې د داعش پر ضد  په ګډه ولاړ دي او ددغې ډلې پر ضد يې ډېرې لاسته راوړنې درلودلې.

هغه زياته کړه چې په سوريه او عراق کې ميليونونه د دې ډلې له شره خلاص شوي او اوس هېڅ سيمه د هغوى په واک کې نشته.

خو د ناټو سرمنشي دا هم وويل چې دوى کرار ناست نه دي، په عراق کې د دغه هېواد ځواکونو ته نوره روزنه ورکوي څو داعش ډلې بيا سر راپورته نه کړاى شي.

login or register a new account.

Related Topics