کابل (پژواک، ١۴ ورى ٩٨): د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د سولې مشورتي جرګه به د هېواد د معاصر تاريخ په کچه تر ټولو لویه جرګه وي.
ټاکل شوې ده چې د سولې مشورتي جرګه به د راتلونکې غويي مياشتې په نهمه نېټه په کابل کې ترسره شي.
د سولي عالي شورا وياند سيد احسان طاهري د وري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سولې مشورتي لويه جرګه به دغه ځل له تېرو لويو جرګو څخه په ډېر توپير سره ترسره شي.
هغه زياته کړه چې په دې جرګه کې به د ژوند ټولو برخو خلکو ته په کې د ګډون چانس ورکول کېږي، په دې کې به د ولسواليو او تر هغې ټيټې کچې هم خلک غوښتل کېږي.
طاهري وويل چې د دې جرګې ګډونوال پر ٢٤ کټګوريو کې وېشل کېږي چې په کې ښځې او ځوانان رغنده ونډه ولري.
د نوموړي په وينا، دغه راز د رسنيو استازي، لوبغاړي، مدني ټولنې، هنرمندان، شاعران، ليکوالان او کډوالو ته هم په کې د ګډون بلنه ورکول کېږي.
د سولې عالي شورا وياند وويل چې د جرګې لپاره بشپړ چمتووالى نيول شوى، طرزالعملونه جوړ شوي دي.
ده زياته زياته کړه چې د ملي ټولنو د غړو د ټاکلو لپاره هغوى ته طرزالعمل لېږل شوى چې هغوى به د همدې له مخې خپل غړي ټاکي او بيا به يې دوى ته معرفي کوي.
طاهري وويل چې د سولې مشورتي جرګې د ورځې اړوند کارونه هم تر کار لاندې دي او ډېر ژر به بشپړ شي.
login or register a new account.