کابل (پژواک، ١٤ ورى ٩٨): په افغانستان کې د ناټو ملکي استازى وايي چې د شخړې سياسي هواري له لارې به د تېرو ١٧ کلونو لاسته راوړنې خوندي کېدای شي.
د ناټو ملکي استازي نيکولاس کي دغه څرګندونې د وري په ١٤مه په کابل کې د دغه سازمان د اويايمې کاليزې نمانځلو په مراسمو کې وکړې.
په دغو مراسمو کې اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله، د ناټو ملکي استازى نيکولاس کي، د افغانستان د ملي دفاع وزير اسدالله خالد، د کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي، لوى درستيز جنرال بسم الله وزيري او نورو افغان او د ناټو پوځي چارواکو ګډون کړی و.
په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د ناټو سازمان پر جوړښت او فعاليتونو رڼا واچوله او له افغانستان سره د ناټو پر همکاريو يې خبرې وکړې.
هغه زياته کړه چې دوى به له افغان ملي دفاعي ځواکونو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
د نوموړي په وينا، دى په خپله د افغانستان له ملي دفاع وزير، کورنيو چارو له وزير او لوى درستيز سره په ګډه له نـږدې کار کوي.
جنرال مېلر وويل: ((په افغانستان کې د ناټو ماموريت ته ژمن يو، خو د دې تر څنګ د خپلو هېوادونو ملي ګټو ته هم ژمن پاتې کېږو.))
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نېکولاس کي وويل چې نن په واشنګټن کې د ناټو د بهرنيو چارو وزيران هم د سازمان اويايمې کليزې نمانځلو ته راټول شوي دي.
هغه زياته کړه: ((خوښ يم چې نن دلته په افغانستان کې له افغانانو سره يم.))
نوموړي وويل چې د ناټو ماموريت په افغانستان کې په ٢٠٠١ زېږديز کال کې پيل شوى، د احصايې د معلوماتو له مخې، د افغانستان نيم نفوس له ١٨ کلونو کم عمر لري، نو دا ځوان نسل له ناټو سره بلدتيا لري او له همکاريو خبر دي.
د ناټو ملکي استازي وويل چې ټول غړي هېوادونه او متحدين د خپلو هېوادونو د دفاع لپاره متحد دي او په همدې موخه په افغانستان کې ماموريت پر مخ وړي.
د هغه په وينا، پر امريکا له بريدونو وروسته ناټو همدې لپاره په افغانستان کې ماموريت پيل کړ چې دغه هېواد يو ځل بيا د ترهګرو پر ځالې بدل نه شي.
login or register a new account.