کابل (پژواک، ١٤ ورى ٩٨): د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان د دوو لسيزو جګړه بدمرغي بللې، خو د سولې په تړاو د وروستيو پرمختګونو په اړه يې هيله مندي ښودلې ده.
ټرمپ دغه څرګندونې په واشنګټن کې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په څنډه کې د دغه سازمان له سرمنشي جينز سټولټنبرګ سره په سپينې ماڼۍ کې د ليدنې پر مهال کړې دي.
د ناټو سازمان جوړېدو د اويايمې کليزې پر مهال د دغه سازمان د بهرنيو چارو وزيران نن په واشنګټن کې غونډه لري چې ټاکل شوې د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي.
ټرمپ پرون ماښام د ناټو له سرمنشي سره ليدلي او د نورو موضوعاتو تر څنګ یې د افغانستان په اړه هم خبرې کړې دي.
هغه په افغانستان کې د مثبتو ګامونو اخیستل کېدو خبر ورکړی او د ترسره شوو پرمختګونو په اړه يې خوښي او هيله مندي ښودلې ده.
نوموړي د دې تر څنګ په افغانستان کې نږدې دوه لسيزې جګړې يوه بدمرغي بللې ده.
د امريکا ولسمشر ټرمپ زياته کړې: "امريکا په افغانستان کې د اوسني کړکېچ د ختمولو په هدف له خپلو ملګرو سره مهم ګامونه پورته کړي دي، په افغانستان کې د تېرو ۱۹ کلونه جګړه چې اوس هم روانه ده بدمرغه او د مسخرې وړ ده، خو اوس په دې برخه کې مثبت ګامونه اخیستل کېږي چې پایلو ته یې په تمه يو".
د يادونې ده، د افغانستان اوسنۍ جګړه د امريکا پخواني ولسمشر جورج بش پيل کړې وه.
په دې ناسته کې د ناټو عمومي سرمنشي جينز سټولټنبرګ يو ځل بيا په افغانستان کې د امريکا د سولې له روانو هڅو ملاتړ څرګند کړی دی.
هغه زياته کړه، دا ډېره مهمه ده چې په افغانستان کې د سولې رامنځته کولو او جګړې د ختمولو لپاره د امریکا له روانو هڅو څخه ملاتړ وشي.
login or register a new account.