Language

ملګري ملتونه: کونړ کې دداعش او طالبانو د جګړو له امله ٢٠ زره کسان بې ځايه شوي

کابل (پژواک، ١٦ ورى ٩٨) : د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" وايي، چې په کونړ ولايت کې دداعش او طالب وسله والو ترمنځ د جګړو له امله تر درېيو زرو زياتې کورنۍ بې ځاېه شوې دي.

د يادې ادارې له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د يادو وسله والو ډلو ترمنځ له تېرو دوو اوونيو راهيسې د کونړ په چپه دره ولسوالۍ کې جګړې روانې دي.

د ملګرو ملتونو يادې ادارې ویلي، چې دا کورنۍ، د کونړ د یوګل، کونګل او مانار له کلیو چې د غړو شمېر یې ۲۱ زرو ته رسیږي او د چپې درې د ولسوالۍ د اوسېدونکو نیمايي شمېر جوړوي د پیچ ولسوالۍ، د کونړ ولایت مرکز او د ننګرهار ولایت ته کډه شوي دي.

اوچا زياته کړې، دا جګړې هغه مهال پیل شوي، چې د نوي لمریز ۱۳۹۸ کال د پیل دوه ورځې وروسته داعش جنګیالیو د کونړ ولایت د چپې درې په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو باندې بریدونه وکړل.

سرچينې زياته کړې، کېدای شي، د دغو جګړو له امله نورې کورنۍ هم زیانمنې شوې وي، خو په سیمه کې د طالبانو د تلاشۍ د پوستو د شتون له امله هغوی به خپلو سیمو کې د پاتې کېدو امکان نه وي ترلاسه کړی او یا به نورو غرنیو سمیو ته کډه شوي وي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اندېښنه ښودلې، چې کېدای شي د بې ځایه شوو کورنیو شمېر د جګړو د دوام له امله زیات شي.

login or register a new account.