Language

افغانستان يو ځل بيا د پاکستان د سفارت مستشار احضار کړ

کابل (پژواک، ١٧ ورى ٩٨): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت يو ځل بيا د پاکستان د سفارت مستشار احضار کړ او هغه ته يې د پاکستان د لومړي وزير عمران د څرګندونو په اړه اعتراض وکړ.

عمران خان له تېرې مياشتې راهيسې په درېيم ځل په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړولو وړانديز کړى دى.

تر دې مخکې څرګندونو په غبرګون کې افغانستان د پاکستان سفير احضار کړى دى.

د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزارت نن یو ځلې بیا د پاکستان د سفارت مستشار په احضارولو سره، د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په څرګندونو اعتراض وکړ.

سرچينې زياته کړې، وروسته له دې چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت، د لومړي وزیر عمران خان څرګندونې په داسې ډول تفسیر کړې چې د عمران خان د څرګندونو په اړه ناسم تفاهم رامنځ ته شوی؛ افغانستان په دې اړه د پاکستان دغه توضیح ومنله او د افغانستان سفیر بېرته د خپلو کارونو دوام لپاره، اسلام اباد ته ستون شو.

د بهرنيو چارو وزارت وايي، افغانستان د عمران خان وروستۍ خبرې په خپلو کورنیو چارو کې ښکاره او څرګنده لاسوهنه بولي، د پاکستان د لومړي وزیر څرګندونې د نوموړي مخکیني دریځ ته ورګرځېدل بولي او پاکستان دولت څخه د وضاحت او روڼتیا غوښتنه کوي.

login or register a new account.