کابل (پژواک، ١٧ ورى ٩٧) : د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پاکستان ته دوه ورځنی سفر پای ته ورسېد او د کابل په لوري خوځېدلى دى.
خلیلزاد پرون سهار پاکستان ته رسېدلى و او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير او د پوځ مشر سره يې ليدلي دي.
هغه نن د وري په ١٧مه، په خپل ټويټر پاڼه کې د افغان سولې لپاره د پاکستان له هڅو مننه کړې او ویلي یې دي چې اسلام اباد اعتراف کړی چې د سولې په اړه وروستۍ پرېکړه به افغانان وکړي.
ده زياته کړې، يواځې افغانان د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه کوي.
د نوموړي په وينا، د افغان سولې لپاره نور ډېر کار هم په کار دى.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له خلیلزاد سره په لیدنه کې د افغان سولې له بهیره د خپل هېواد له ملاتړه خبر ورکړ.
قریشي د افغانانو ترمنځ خبرې اترې مهمې بولي او د افغان سولې په بهیر کې د پاکستان د صادقانه همکارۍ په اړه یې خلیلزاد ته ډاډ ورکړ.
خليلزاد چې د افغان سولې په تړاو د سيمې په شپږم سفر روان شوى دى، تر دې مخکې افغانستان، بلجيم او انګلستان ته سفرونه کړي دي.
login or register a new account.