Language

عمران خان يو ځل بيا په افغانستان کې د لنډمهال حکومت جوړېدو وړانديز وکړ

کابل (پژواک، ١٧ ورى ٩٨): د افغان حکومت پر کلک غبرګون سربېره هم د پاکستان لومړي وزير عمران خان يو ځل بيا په افغانستان کې د لنډمهال حکومت رامنځته کېدو مشوره ورکړې ده.

په تېرو دوو مياشتو کې دغه درېيم  ځل دى چې نوموړى په افغانستان کې د مؤقت حکومت رامنځته کېدو خبره کوي، لومړى يې په باجوړ ايجنسۍ کې  او وروسته يې په اسلام اباد کې دا ډول څرګندونې کړې دي.

د عمران د دغو څرګندونو په غبرګون کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان سفير احضار کړ او له اسلام اباده يې خپل سفير را وغوښت.

خو د پاکستان له خوا تر سپيناوي وروسته افغانستان خپل سفير بېرته پاکستان ته ولېږه.

عمران خان پرون په خيبر ايجنسۍ کې يوې لويې ولسي غونډې ته د وينا پر مهال يو ځل بيا  په افغانستان کې د لنډمهال حکومت جوړېدو وړانديز کړى دى.

هغه زياته کړې: ((تېر ځل مې هم په دې اړه وړانديز کړى و چې له ټاکنو مخکې بايد په افغانستان کې مؤقت حکومت جوړ شي چې له امله يې افغانان غوسه شول او پر ما کلکې نيوکې وشوې.))

د پاکستان لومړی وزير وايي، دعا کوي چې د افغانستان خلک سوله ترلاسه کړي او د تېرو ٤٠ کلونو جګړې پاى ته ورسېږي.

نوموړي زياته کړې: ((د يوه پاکستاني، مسلمان او د يوه انسان په توګه زه د افغانانو لپاره سوله غواړم.))

عمران خان ويلي، کله چې په ١٩٧٧ کال کې په پاکستان کې ټاکنې وشوې، نو خلکو يې پايله ونه منله، په افغانستان کې هم که تر ټاکنو مخکې مؤقت حکومت جوړ شي، نو لانجې به يې کمې وي.

د هغه په وينا، که چېرې ټاکنې وشي او خلک يې پايلې ونه مني، نو په افغانستان کې به يو ځل بيا شخړې زياتې شي.

د يادونې ده، د پاکستان د تېرو پارلماني ټاکنو لپاره لنډمهال حکومت جوړ شوى و، خو بيا هم د پيپل ګوند او مسلم ليګ ګوندونو په ګډون ټولو سترو سياسي ګوندونو دا ټاکنې ونه منلې او پوځ يې پر لاسوهنې تورن کړ.

دغه ګوندونه وايي چې عمران خان د پوځ له خوا په جعلي ټاکنو کې انتصاب شوى لومړى وزير دى او هېڅکله د خلکو استازىتوب نه شي.

login or register a new account.