Language

محب: په کونړ کې داعش ته د لمن پراخېدو اجازه نه ورکول کېږي

کابل (پژواک، ١٧ ورى ٩٨): د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب وايي، امنیتي او دفاعي ځواکونه به اجازه ورنه کړي چې ترهګریزې ډلې په ځانګړې توګه داعش په کونړ کې د خپل فعالیت لمن پراخه کړي.

د امنيت شورا مطبوعاتي دفتر له خوا د وري په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حمدالله محب دغه څرګندونې نن د دې ولایت له قومي مشرانو او ځوانانو سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

سرچينې زياته کړې، د کونړ د قومي مشرانو او ځوانانو په استازیتوب مولوي سعیدالله، مولوي عبدالله، حاجي سابق، انجنیر رحمتي او ارشاد هیله مند خبرې وکړې او د یاد ولایت د امنیتي وضعیت ښه والي، ځوانانو ته په دولتي ادارو کې د کار کولو د زمینې مساعدېدو او د امنیتي ځواکونو د تقویه کولو اړوند يې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه ملي امنیت سلاکار سره شریک کړل.

یادو قومي مشرانو د ملي امنیت سلاکار له وروستیو دریځونو ملاتړ څرګند کړ او ويې ویل چې د کونړ اوسېدونکي به تل د نظام او امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ پاتې شي.

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب قومي مشرانو او ځوانانو ته وویل، د کونړ اوسېدونکو له نظام، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي نوامیسو د دفاع په خاطر قرباني ورکړې ده، چې هېڅکله به یې له پامه ونه غورځوي.

 هغه د کونړ ولایت د امنیت تامین په برخه کې د خلکو د ګټور رول قدرداني وکړه او ټینګار يې وکړ چې امنیتي او دفاعي ځواکونه به اجازه ورنه کړي چې ترهګریزې ډلې په ځانګړې توګه داعش یاد ولایت کې د خپل فعالیت لمن پراخه کړي.

محب څرګنده کړه چې له نظام پرته اشخاص هېڅکله د یوه ستر ملت استازیتوب نه شي کولای، ځکه هغوی د مسوولیت احساس نه کوي او د ملي ګټو پر ځای خپلې شخصي ګټې پالي.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې په کونړ کې د داعش فعاليتونه زيات شوي او په چپه دره ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو ترمنځ د جګړو له امله تر ٣زرو زياتې کورنۍ بې ځايه شوې دي.

login or register a new account.