Language

​ولسمشر غني د امریکا د پوځ‎ مرکزي قوماندان سره وليدل

کابل (پژواک، ١٧ ورى ٩٨): ولسمشر اشرف غني د امریکا متحدو ایالتونو د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مک کینزي سره نن ماسپښین خپل حضور ته ومانه.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه کتنه کې دواړو لوریو له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې، سیمه ییزو مسایلو او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز په اړه بحث او خبرې وکړې.

ولسمشر جنرال مک کینزي ته د ښه راغلاست پرمهال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د امریکا متحدو ایالتونو د همکاریو قدرداني او نوموړي ته یې په نوي ماموریت کې د بریا هیله وکړه.

جنرال کینزي وویل، امریکا متحده ایالات د افغانستان حکومت ستراتیژیک همکار دی او کوښښ به وکړي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې، تمویل او تجهیز په برخه کې زیات تمرکز وکړي.

login or register a new account.