کابل (پژواک،١٩ ورى ٩٨): د سولې ولسي حرکت پلاوي د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره د ليدنې پر مهال، تر سولې وروسته د ګاونډيانو د نه لاسوهنې په تړاو د نړيوال تضمين غوښتنه وکړه.
د سولې ولسي حرکت وياند بسم الله وطندوست د وري په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د حرکت د مشر اقبال حيدر په مشرۍ پلاوي پرون په کابل کې دامريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره وليدل.
د هغه په وينا، زلمي خليلزاد ددوى پلاوي سره په ليدنه کې په ډاګه کړه چې د سولې ولسي حرکت د دې لامل شو چې د افغان سولې بهير تېز او تود شي.
دى وايي، خليلزاد په دې ناسته کې وويل چې امريکا تر ټولو ډېره هڅه کوي چې جګړه ختمه شي، په همدې خاطر يې د سيمې پر هېوادونو او افغانستان تمرکز زيات کړی دی.
خليلزاد په ډاګه کړې، د سولې ولسي حرکت د سولې په روان بهير کې رغنده رول ولوباوه او د سولې سوړ بحث يې تود کړ.
د هغه په وينا، امريکا پر دې ټينګار کوي چې افغانستان بايد داسې پرېنږدي چې يو ځل بيا د کورنيو جګړو له امله زيانمن شي.
په ياده ناسته کې د سولې ولسي حرکت مشر اقبال خيبر ويلي، د سولې په روانو خبرو کې بايد هېڅ لوری له پامه ونه غورځول شي.
د نوموړي په وينا، افغانان لنډ مهاله سوله نه غواړي چې خدای مه کړه بېرته جګړې پيل او بيا کلونه، کلونه په يوه او بل نوم ووژل شي.
خيبر ويلي، د سولې په برخه کې بايد يو نړيوال تضمين رامنځ شي، چې بيا ګاونډيان او نور هېوادونه مداخله ونه کړای شي.
هغه زياته کړې، که چېرې نړيوال تضمين وجود ونه لري افغانان پر سوله باور نه شي کولای.
خيبر جدي غوښتنه وکړه چې د سولې د خبرو پر داسې مهال تر ټولو غوره اوربند کول دي، که اوربند نه وي د سولې روانې خبرې بېرته پيکه کېږي.
د سولې ولسي حرکت مشر وايي، په داسې حالت کې د جګړې هره برخه د امتياز اخيستلو په خاطر زور ازمايي کوي او له بده مرغه ټولو لورو کې افغانان وژل کېږي.
login or register a new account.