کابل (پژواک، ١٩ ورى ٩٨) : په کابل کې د امريکا سفارت وايي چې زلمي خليلزاد له ولسمشر غني سره د ليدنې پر مهال د تاوتريخوالي د زياتېدو پر مهال د افغان ځواکونو د ملاتړ پر زياتولو هم خبرې کړې دي.
په کابل کې دامريکا سفارت له خوا د وري په ١٩ مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ځانګړى استازى زلمى خليلزاد په کابل کې تر څو ورځنيو ليدنو کتنو او مشورو وروسته بېرته تللى دى.
سرچينې زياته کړې، هغه له ولسمشر اشرف غني سره د سولې د روانې پروسې د چټک کولو، په افغانستان کې د روان تاوتريخوالي کمولو او د افغان ځواکونو د نور ملاتړ په اړه ګټورې خبرې کړې دي .
په خبرپاڼه کې راغلي، زلمي خليلزاد دغه راز پر دې موضوعاتو له پخواني ولسمشر حامد کرزي ، د سولې عالي شورا له مشرانو او غړو، او سياسي مشرانو سره خبرې او مشورې کړې دي.
د امريکا سفارت وايي، خليلزاد پر دې ډېر خوښ دى چې په حکومت کې دننه او له حکومته بهر له ګڼ شمېر افغانانو سره يې وليدل او د سولې په اړه يې چې د ټولو لومړيتوب دى، خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، زلمي خليلزاد له ولسمشر اشرف غني او نورو مشرانو سره په ليدنو کې پر دې ټينګار کاوه چې د قطر په کېدونکې ناسته کې بين الافغاني مذاکراتو ته څه ډول لاره هواره شي.
د خليلزاد په وينا، څومره ژر چې بين الافغاني مذاکرات پيل شي، ورسره د سولې روانه پروسه ګړندۍ کېدلى شي.
هغه په راتلونکو اوونيو کې په افغانستان کې د روان تاوتريخوالي پر کمولو ټينګار کړى او هيله يې څرګنده کړې چې د افغان سولې لپاره سيمه ييزه همکاري هم زياته شي.
د امريکا سفارت په خبرپاڼه کې دا نه دي راغلي، چې خليلزاد له کابل څخه کوم لوري ته روان شوى دى.
خو سيمې ته د هغه د شپږم سفر د پيل کېدو پر مهال دامريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې نوموړى به اووه هېوادونو ته سفر کوي.
هغه خپل سفر له لندن څخه پيل کړى و، بيا بلجيم ته ولاړ، د ناټو او اروپايي اتحاديې له چارواکو سره يې وليدل، بيا کابل او ا سلام اباد ته يې سفرونه وکړل.
login or register a new account.