Language

بګرام کې ځانمرګي بريد څلور امريکايي سرتېري وژلي دي

 

کابل (پژواک، ٢٠ ورى ٩٨): د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې د يوه موټر بم ځانمرګي بريد له امله څلور امريکايي سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

دغه بريد پرون مازديګر شاوخوا پنځه نيمې بجې د بګرام هوايي ډګر  په درېيمه دروازه کې  شوى و.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي پژواک اژانس ته وويل چې دغه بريد د يوه صرف موټر په وسيله ترسره شوى دى.

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا د وري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه بريد کې درې امريکايي پوځيان او يو قراردادي امريکايي پوځي وژل شوي او درې نور سرتېري ټپيان دي.

سرچينې زياته کړې چې ټپي سرتېري روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوى د روغتيايي  وضعيت په اړه يې معلومات نه دي کړي.

بلخوا د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو دغه  بريد په کلکه غندلى دی.

هغه په ټويټر کې ليکلي چې دغو سرتېرو د خپل ولس د خوندي ساتلو لپاره په افغانستان کې قربانۍ ورکوي.

هغه زياته کړې چې د ترهګرۍ دا ډول پېښې د سولې لپاره د امريکا پر روانو هڅو اغېز ونه کړي.

وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

د روان زېږديز کال له پيله راهيسې دا تر ټولو خونړۍ بريد و چې پر بهرنيو ځواکونو ترسره کېږي.

تر دې مخکې په دغه کال کې څلور امريکايي سرتېري وژل شوي وو.

login or register a new account.