جلال اباد (پژواک، ۲۰ وری ۹۸): د ننګرهار والي وايي، معلوماتو ته لاسرسی څېړنيز ژورناليزم ته لار پرانېزي چې له امله يې ښه حکومتولي رامنځته کېدلی شي.
نوموړي دا ډاډ هم ورکړ چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د پلي کېدو برخه کې به همکاري کوي او هم به ټولې ادارې دې ته ژمنې کړي چې ياد قانون پلی کړي.
شاه محمود مياخېل دا څرګندونې د وري په ۲۰مه جلال اباد ښار کې د پژواک خبري اژانس له لوري "اطلاعاتو څخه په ګټې اخيستنې، د څېړنيزو راپورونو له لارې فساد سره مبارزه" تر عنوان لاندې د درې ورځني روزنيز ورکشاپ په پای کې وکړې.
د پژواک خبري اژانس رييس دانش کړوخېل وويل، دا پروګرام په کابل کې د ډنمارک سفارت او د UNDP ادارو په ملاتړ په سيمه ييزو رسنيو کې خبريالانو ته د اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د عامه پوهاوي په موخه ترسره شوى دى.
دی وايي، په پروګرام کې ورسره د ننګرهار د بېلابېلو سيمه ييزو رسنيو ۱۳ خبريالانو برخه اخيستې وه چې نږدې نيمايي يې نجونې وې.
نوموړي د ننګرهار له والي وغوښتل چې نجونو ته په رسنيو کې د کاري زمينې برابرولو، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په پلي کولو، څېړنيز ژورناليزم په وده او د ژورنالېستانو د امنيت په برخه کې دې ځانګړې همکاري وکړي.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل هم ژمنه وکړه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د پلي کېدو په برخه کې به همکار وي.
هغه وويل: ((د اطلاعاتو ورکړه څېړنيز ژورناليزم ته وده ورکوي او دغه راز د فساد مخه نيول کېږي چې په اداراتو کې د ښې حکومتدارۍ د رامنځته کېدو سبب ګرځي؛ نو زه په دغه برخه کې پوره همکار يم.))
په روزنيز ورکشاپ کې ګډونوالو خبريالانو دا يو ښه چانس ياد کړ چې په خبره يې د دوی د مسلکي پوهې د لوړولو لپاره ډېر ګټور ثابت شو.
ننګرهار کې د شرق تلوېزيون خبريال ايمل ظاهر وويل، تل د راپورونو د چمتو کولو پرمهال اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې له ستونزو سره مخامخ و؛ خو په دغه ورکشاپ کې ګډون ورته زده کړل چې د قانون له مخې هره اداره مکلفه ده چې دوی ته اطلاعات ورکړي.
يوې بلې ګډونوالې کلثوم شګېوال وويل، دا ډول ورکشاپونه د مسلکي پوهې پر لوړوالي سربېره د مسلکي ژورنالېزم د رامنځته کېدو سبب هم ګرځي.
د يادولو ده چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د ۱۳۹۶ کال د کب په ۱۲مه د ولسمشر له لوري توشيح او يوه مياشت وروسته د تنفيذ وړ وګرځېد.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن