کابل (پژواک، ٢١ ورى ٩٨): په اسلام اباد کې د افغانستان سفير د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير سره پر افغان سولې خبرې کړې دي.
د افغانستان سفارت له خوا د وري په ٢١مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سفير عاطف مشعل نن د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قریشي سره وليدل.
سرچينې زياته کړې، دواړو لورو د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا، د سوداګرۍ پر ودې، د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان پر صادقانه همکارۍ، په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو او یو لړ نورو مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په خبرپاڼه کې د ليدنې پر مهال قريشي د افغانستان په هکله د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د وروستیو څرګندونو په اړه د پوره وضاحت تر څنګ ډاډ ورکړ چې پاکستان په هېڅ ډول د افغانستان په کورنيو چارو کې د لاسوهنې هوډ نه لري او نه ځان ته دا حق ورکوي چې دغه کار وکړي.
قريشي زياته کړې، پاکستان د افغانستان ملي حاکمیت ته په درنه سترګه ګوري او په راتلونکي کې به له دې ډول څرګندونه په جدي توګه ډډه وشي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز په دې لیدنه کې په نږدې راتلونکې کې د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ د يو ګډ کنفرانس پر جوړېدو هم بحث وشو او د پاکستان بهرنیو چارو وزیر په يادو برخو کې د هر رازعملې همکارۍ ژمنه وکړه.
login or register a new account.