Language

د سولې حرکت غړي هم د قطر په غونډه کې ګډون کوي

کابل (پژواک، ٢١ ورى ٩٨): له هلمنده پيل شوي د سولې حرکت غړو ته د قطر په بين الافغاني مذاکراتو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د دغه حرکت وياند بسم الله وطندوست د وري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د کېدونکې بين الافغاني غونډې منتظمينو ورته د ګډون بلنه ورکړې ده.

هغه زياته کړه، تر اوسه نه ده معلومه چې د دوى څو کسان به ګډون کوي، خو وايي چې کېداى شي د دوى دوه کسيز يا درې کسيز پلاوى په دې ناسته کې ګډون وکړي.

وطندوست وايي چې دوى به په ياده ناسته کې د دردېدلو افغانانو سم انځور ګډونوالو ته وړاندې کړي.

د نوموړي په وينا، دوى د هېواد ٢١ ولايتونو او لسګونو ولسواليو ته تللي او له هېوادوالو سره يې له نږدې کتلي او د هغوى غوښتنې او ستونزې يې له نږدې اورېدلې دي.

د سولې ولسي حرکت وياند وويل چې د سولې د خبرو پر مهال اوربند اړين دى او دوى به يو ځل بيا په ياده ناسته کې د اوربند غوښتنه وکړي.

ټاکل شوې وه، د قطر  ياده ناسته د وري په ٢٥مه ترسره شي، خو اوس ويل کېږي چې د ځينو ستونزو له امله دا ناسته د يوې اوونۍ لپاره ځنډول شوې ده.

د راپورونو له مخې، دغه ځل به په دې ناسته کې د افغان حکومت د پلاوي په ګډون شاوخوا ٢٠٠ کسان ګډون وکړي.

تر دې مخکې د افغانانو ترمنځ لومړۍ ناسته په مسکو کې شوې وه.

login or register a new account.