Language

طالبان: په مشورتي لویه جرګه کې ګډون نه کوو

کابل (پژوک، ٢١ ورى ٩٨): وسله والو طالبانو د سولې په مشورتي لويه جرګه کې خپل ګډون رد کړی او ویلي یې دي چې حکومت له دې لارې د خپلې بقا لپاره هلې ځلې کوي.

ټاکل شوې ده چې د سولې مشورتي لويه جرګه د راتلونکې غويي مياشتې په ٩مه نېټه په کابل کې ترسره شي، د دې جرګې لپاره په ټولو ولسواليو او ولايتونو کې کسان د ټاکنو له لارې انتخابېږي.

حکومت د دې جرګې جوړولو لپاره د سولې عالي شورا د دارالانشاء د رييس عمر داوودزي په مشرۍ يو کمېسيون هم جوړ کړى دى.

داوودزي ويلي، طالبان هم کولى شي چې په دې جرګه کې په شخصي يا د ډلې په استازيتوب ګډون وکړي.

خو وسله والو طالبانو د وري په ٢١مه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه جرګه او په کې يې ګډون رد کړى دى.

د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له خوا رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حکومت له دې لارې د خپلې بقا لپاره هلې ځلې کوي او په همدې توګه لويه جرګه جوړوي، څو د راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.

هغوى زياته کړې چې په تېرو کلونو کې حکومتونو د خپلو شخصي ګټو لپاره بېلابېلې لويې جرګې جوړې کړې دي.

طالبانو ويلي چې د دې جرګې پرېکړې به هغو پخوانيو لويو جرګو ته ورته وي چې د کمونيستي رژیم د زوال په کلونو او يا هم په ٢٠١٣ زېږديز کال له امريکا سره د امنيتي تړون لپاره شوې وې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دوى په دې جرګه کې ګډون نه کوي او له نورو خلکو يې هم غوښتي چې په دې جرګه کې له ګډونه ډډه وکړي.

login or register a new account.