کابل (پژواک، ٢٢ ورى ٩٨) : وسله والو طالبانو په افغانستان کې د روغتيا نړيوال سازمان او سره صليب پر فعاليتونو بنديز لګولى او ددغو ادارو د مشرانو له امنيتي ضمانت څخه لاس په سر شوي دي.
د طالبانو د يوه وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د وري په ٢٢مه، رسنيو ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې جګړه ييزو حالاتو پېچلی وضعيت را منځته کړی دى.
سرچينې زياته کړې، په داسې ستونزمن ژوند کې ځينې مرستندويه ادارې خپلې اړوندې چارې په مناسب ډول نه عياروي، له دې جملې څخه د سره صليب نړيواله اداره د هغه څه په اړه چې د طالبانو له مسوولينو سره يې ژمنې کړې وې، عملا نه اجراء کوي.
طالبانو ويلي، دغه راز د روغتيا نړيوال سازمان (ډبليو . ايچ. او .) اړوند د واکسيناسيون د کمپاين په تطبيق کې له امنيتي ملحوظاتو څخه پرته ځينې مشکوک حرکتونه هم تر سترګو شوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، له همدې امله د نظامي چارو کمېسيون لازمه وبلله چې تر امر ثاني پورې د يادو شويو دوو ادارو فعاليتونه په ټول هېواد کې بند او د دوی د مشرانو د امنيت تضمين هم د طالبانو مسووليت نه دى.
طالبانو ويلي، له دې څخه پرته نورې مرستندويه ادارې کولای شي چې خپلو فعاليتونو ته د پخوا په څېر ادامه ورکړي.
login or register a new account.