Language

کندوز ښار (پژواک، ٢٢ ورى ٩٨): د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ کې جګړه شوې چې په کې وسله والو طالبانو او پوليسو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال منظور ستانکزي د وري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو تېره شپه د چهاردرې ولسوالۍ پر ودانۍ او امنيې قوماندانۍ بريدونه کړي وو.

هغه زياته کړه چې په دې څلور ساعته جګړه کې تر ٢٠ پورې وسله وال طالبان وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان دي.

ستانکزى وايي چې په وژل شوو کې دوه تاجکستاني وسله وال او دوه قوماندانان هم شامل دي.

د نوموړي په وينا، په دې جګړه کې پوليسو ته هم مرګ ژبله اوښتې، خو کره شمېره يې په ډاګه نه کړه.

بلخوا د کندوز د حوزوي روغتون مشر ډاکتر نعيم ګل وايي چې دوى ته د پوليسو لس جسدونه او ٢٨ ټپي پوليس راوړل شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د چهاردرې په جګړه کې ٢٩ پوليس وژل شوي او ٤٠ نور ټپيان دي.

هغه زياته کړې چې يواځې دوه طالبان هم په دې جګړه کې وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

login or register a new account.