کابل (پژواک، ٢٤ ورى ٩٨) : د افغانستان سولې لپاره دامريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د طالبانو د پسرلنيو عملياتو د اعلان په غبرګون کې دا يو بې باکانه کړنه بللې او ويلي يې دي چې امريکا به د افغان امنيتي قواوو تر څنګ ودرېږي.
وسله والو طالبانو پرون د الفتح په نوم په ټول هېواد کې د پسرلنيو پوځي عملياتو اعلان وکړ او وايي چې په لومړۍ ورځ يې تر ٩٠ زيات بريدونه کړي دي.
د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په دې اړه کلک غبرګون ښودلى دى، هغه په خپل ټويټر کې ليکلي، د طالبانو د پسرلنيو عملياتو اعلان بې باکانه او خطرناکه دی. د طالبانو دا کار د حکومت د امنيتي پلان د اعلان په مقابل کې يو غير مسولانه عکس العمل دی.
هغه زياته کړه، تشدد د حل لاره نه ده. افغانانو په ډاګه د سولې لپاره خپله ګډه غوښتنه اعلان کړې ده.
خليلزاد وايي، له دې اعلان سره طالب مشرانو د سولې په اړه د عامو افغانانو برحقه مطالبې ته منفي ځواب ووايه.
د نوموړي په وينا، د تشدد او جنګ زياتوالی به د سولې له هلو ځلو سره مرسته و نه کړي. که چېرې دا پلان عملي شي، دا به د افغانانو ناخوالې او کړاوونه لا زيات او زرګونو کسانو ته به مرګ ژوبله واوړي.
د امريکا ځانګړى استازى وايي، په داسې حال چې ټول افغانان بايد سره متحده شي او د خپل راتلونکي لپاره سره خبرې پيل کړي، د طالبانو د جنګ اعلان دا ښيي چې هغوی لا تر اوسه په ماضي کې بند پاتې دي.
خليلزاد زياته کړې، ډېرى طالب قوماندانان، جنګيالي او ځينې طالب مشران د دې اعلان مخالفت کوي.
هغه له ټولو افغانانو غوښتنه کړې چې د طالبانو اعلان وغندي .
ده زياته کړې:(( د امريکا په استازيتوب زه د طالبانو د پسرلني عملياتو اعلان غندم او پر پاکستان، قطر او نورو هغو هېوادونو چې په افغانستان کې سوله غواړي غږ کوم چې هغوی يې هم وغندي. ))
خليلزاد وايي، امريکا او ملګري به يې د افغان امنيتي قواوو ترڅنګ ودرېږي، څو په افغانستان کې جګړه پاى ته ورسېږي .
login or register a new account.