Language

د پسرلنيو عملياتو په اړه دامريکا او طالبانو لفظي ناندرۍ پيل شوې

کابل (پژواک، ٢٤ ورى ٩٨) : د وسله والو طالبانو له خوا د پسرلنيو پوځي عملياتو تر اعلان وروسته له امريکا سره يې لفظي ناندرې پيل شوې دي.

طالبانو پرون په ټول هېواد کې د الفتح په نوم پوځي عمليات پيل کړل چې د افغان حکومت او سياسيونو ترڅنګ د امريکا له کلک غبرګون سره هم مخ شول.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر وويل: ((طالبانو د سولې پر ځای، تاوتريخوالی غوره کړ. له دې سربېره په تېرو څلوېښتو کلونو کې د لومړي ځل لپاره افغانستان کې د سولې لپاره يوه ښه زمينه برابره شوې وه.))

هغه زياته کړې وه : (( طالبانو دجګړې اعلان وکړ، موږ هم جګړه کوو، موږ د ناټو له ټول ځواک سره له افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړ. موږ د افغان امنيتي ځواکونو ترڅنګ درېږو، ځکه چې هغوی د افغانانو ساتونکي دي.))

د افغانستان سولې لپاره دامريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم د طالبانو د پسرلنيو عملياتو د اعلان په غبرګون کې دا يو بې باکانه کړنه بللې او زياته کړې يې ده چې امريکا به د افغان امنيتي قواوو تر څنګ ودرېږي.

خليلزاد زياته کړې، ډېرى طالب قوماندانان، جنګيالي او ځينې طالب مشران ددې اعلان مخالفت کوي. هغه له ټولو افغانانو غوښتنه کړې چې د طالبانو اعلان وغندي .

خو طالبانو ددغو امريکايي چارواکو د څرګندونو په ځواب کې هم کلک غبرګون ښودلى او امريکا يې په افغانستان کې پر بشري ضد جنايتونو تورن کړې ده .

د طالبانو له خوا رسنيو ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، امريکايان بايد دا خبره درک کړي چې دا جګړه د دوى له خوا تپل شوې ده.

 

په خبرپاڼه کې زياته شوې: ((  داخبره هم امريکايانو ته ورپه يادوو چې د مذاکراتو په تېرو پنځو ناستو کې هرځل موږ وړانديز کړی چې د ملکي تلفاتو مخه بايد ونيول شي، خو ستاسې ړندې بمبارۍ او شپنۍ چاپې چې اکثره بې دفاع افغانان ښځې، ماشومان، سپين ږيري، د مکاتبو، مدرسو او پوهنتونونو شاګردان په کې وژل کېږي او بنديانيږي ودروئ؛ خو تاسو په هغو وړانديزونو هيڅ غور ونه کړ.))

طالبانو نيوکه کړې، چې خليلزاد او جنرال مېلر د طالبانو د اعلان شويو عملياتو پر ضد حساسيت ښيي ، خو د افغان حکومت له خوا  يې د اعلان شويو عملياتو بيا ننګه کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې امريکايان بايد د خپل مسووليت په درک کولو سره  خپل بشري جنايات بند کړي، په تېرو ۹ میاشتو کې د امریکايي ځواکونو له خوا هره شپه د افغانانو پر کورني حریم تجاوز کیږي، او عام خلک وژل کېږي.

login or register a new account.