Language

سياسيون: د جګړې د اعلانونو پر ځاى دې سولې ته کار وشي

کابل (پژواک، ٢٤ ورى ٩٨) : د افغانستان يو شمېر سياستوالو هم د طالبانو له خواد جګړييزو عملياتو  اعلان غندلى او دا يې د سولې د روانو هڅو سبوتاژ کولو په معنا بللى دى.

وسله والو طالبانو پرون په ټول هېواد کې د الفتح په نوم د نويو پوځي عملياتو پيلولو اعلان وکړ.

 د پخواني ولسمشر حامد کرزي ددفتر له خوا د وري په ٢٤مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي د طالبانو له خوا د اعلان شويو عملياتو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.

هغه زياته کړې، په افغانستان کې روانه جګړه د پرديو په ګـټه ده چې له امله يې له دواړو لوريو څخه افغانان وژل کېږي او له تباهۍ او بربادۍ پرته هېڅ پايله نه لري.

حامد کرزى د جګړې له ټولو لوريو غواړي چې د جګړې د اعلانونو پر ځاى خپلې ټولې هڅې د روانې وينې تويېدنې د مخنيوي او په هېواد کې د سولې او ثبات لپاره  مصرف کړي.

د افغانستان د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار هم د طالبانو د عملياتو په اړه په خپل غبرګون کې ويلي، افغان حکومت د سولې لپاره له وسله والو طالبانو سره هر اړخيز مذاکرات وکړل او د سولې راوستو لپاره يې ددوی هر ډول شرايط او غوښتنې ومنلې .

هغه زياته کړې،  تردې پورې چې ولسمشرمحمد اشرف غني له هر ډول قید او شرط پرته په هرځای او هروخت کې مذاکراتو ته بشپړ چمتوالى څرګنده کړ حتى دانعطاف او نیک نیتۍ له مخې يې  ومنله که مخالفین د هېواد په دننه کې ادرس وغواړي هم به يې ورکړي، ځکه سوله د ولس غوښتنه ده او ټول ملت له کلونو راهيسې د سولې لېواله او تږی دی.

مسلميار ويلي : (( موږ نړۍ ته وښوده چې افغانان سوله غوښتونکي خلک دي او د سولې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي، خو برعکس وسله والو طالبانو بيا د الفتح په نوم د پسرلنيو عملياتو په پيلولو سره وښودله چې دوی سوله نه، بلکې د جګړې دوام غواړي.))

هغه پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ چې د سولې لپاره سره منسجم او بسيج شي، د مخالفينو د وېره اچونکو توطيو، پلانونو او عملياتو د شنډولو لپاره سره متحد شي او د خپلو افغان ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو سره اوږه پر اوږه ودريږي.

د هغه په وينا، د هېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونه له دښمن سره د هر ډول مقابلې او مبارزې بشپړه وړتيا لري په موډرنو او پرمختللو وسلو' وسايطو او وسايلو سمبال او مجهز دي او انشاالله د وسله والو دغه ارمان به له خاورو سره خاورې کړي.

مسلميار پر نړيوالې ټولنې او نړيوالو ځواکونو غږ کړى، چې تېر ته په کتو وسله والو طالبانو  تل د سولې خبرو سره جګړو او افغان وژنې ته خپل جنګي ماشين چمتو کړی او هېڅکله يې نه دي غوښتي چې افغانستان ديوې باثباته سولې تر سيوري لاندې دغښتلي نظام خاوند واوسي' ترڅو افغان ولس هم دنړۍ دپرمختيا او امن له کاروان سره يو ځای د سپيڅلي مسير په يون لاړ شي.

د ولسمشرۍ کانديد محمد حنيف اتمر  په خپل غبرګون کې ويلي، په داسې حال کې چې د افغانستان ملت د سولې بهير له نويو هيلو سره پيل کړی، د طالبانو له خوا په اصطلاح د الفتح په نوم د پسرلنيو جګړيزو عملياتو اعلان د خواشينۍ او غندنې وړ دی.

login or register a new account.