Language

د ډاکټر عبدالله ټاکنيز ټيم د سولې مشورتي لويه جرګه کې ګډون نه کوي

کابل (پژواک، ٢٥ ورى ٩٨) : د ولسمشرۍ کانديد ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم د سولې په مشورتي لويه جرګه کې د نه ګډون اعلان وکړ.

ټاکل شوې ده، چې د سولې مشورتي لويه جرګه د راتلونکې غويي مياشتې په نهمه په کابل کې جوړه شي، چې په کې به شاوخوا ٢٥٠٠ کسان ګډون وکړي، په دې جرګه کې د غړيتوب او ګډون لپاره په ولايتونو کې د ټاکنو له لارې خلک ټاکل شوي دي.

خو د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم په دې جرګه کې د نه ګډون اعلان کړى دى.

د ياد ټيم له خوا د وري په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په اساسي قانون کې راغلې لويه جرګه د پرېکړه کولو عالي مرجع او يا نورې مشورتي جرګې د خلکو د لیدلوري  معلومولو لپاره اغېزمنه لاره ده.

سرچينې زياته کړې، له هغه ځایه چې مشوره له دیني اړخه هم یو منل شوی امر دی او په نننۍ نړۍ کې هم د چارو د بهبود لپاره سلا یو مهم اصل ګڼل کېږي. د ثبات او همپالنې ټیم د افغانستان د دې مهمې مسالې د اهمیت په درک کولو سره په سلا کولو باورمند او ټولو سیاسي او پرېکړه کوونکو لوريو ته یې په مختلفو پړاوونو کې توصیه کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، له څه وخت راهیسې د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړولو په اړه تصمیم نیول شوی، چې د یوشمېر کسانو په توظیف کولو سره یې د تطبیقي پړاو ځينې برخې هم مخ ته وړې دي.

سرچېنه کاږي : (( موږ د ثبات او همپالنې ټيم، نه په دې ټیم کې د شاملو احزابو او سیاسي شخصیتونو او نه د حکومت په کچه، تر دې دمه د دې ناستې اړوند د مشورې طرف نه و او په عین حال کې د دې ناستې اړوند قانع کوونکي دلایل هم نه لرو.))

په خبرپاڼه کې راغلي، د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم د «سولې مشورتي جرګې» تر عنوان لاندې په ناسته کې ګډون نه کوي او دغه ناسته د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل لپاره اغېزمنه نه بولي.
د يادونې ده چې وسله  والو طالبانو هم له دې جرګې سره کلک مخالفت ښودلى او له خلکو يې غوښتي چې په کې ګډون ونه کړي.

login or register a new account.

Related Topics