کابل (پژواک، ٢٦ ورى ٩٨) : د امريکا د مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو د کمېسيون غړې وايي چې له افغانستان څخه دامريکايي ځواکونو په وتلو کې دې بېړه نه کېږي.
دغه څرګندونې افغانستان ته په يوه رسمي سفر راغلې دامريکا د مشرانو جرګې د پلاوي غړې سناتورې جين شاهين د وري په ٢٦مه، دامريکا په سفارت کې خبريالانو ته کړې دي.
هغې نن له خپل پلاوي او دا مريکا سفارت مسوولينو سره يو ځاى اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم ليدلي دي.
سناتور ه جين، چې دامريکا د مشرانو جرګې د وسله والوځوکوانو د کمېسيون غړې هم ده، ويلي، امريکا نه غواړي چې له افغانستان څخه په بېړه خپل ځواکونه وباسي.
نوموړې زياته کړې، له طالبانو سره د امريکا د سولې د خبرو په پروسه کې بايد ښځو ته ونډه ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې دامريکا ولسمشر تېر کال اعلان کړى و چې غواړي له افغانستان څخه د خپلو ١٤ زره سرتېرو له ډلې نيمايي وباسي چې له سختو نيوکو سره مخ شوى و.
خو دغه امريکايي سناتوره وايي : (( دلته چې مو څه واورېدل، هغه دادي هر ډول خبرې چې روانه شخړه پاى ته رسوي، بايد ټول په کې برخه ولري.))
د هغې په وينا، له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو په وتلو کې بايد بېړه ونه شي.
جين وايي، چې د امريکا کانګرېس او نور چاروکي هم له دې خبرې سره موافقه لري.
د دغې سناتورې په وينا، په کومو مذاکراتو کې چې د ښځو ونډه وي، ٣٥ سلنه يې د برياليتوب چانس ډېر وي.
login or register a new account.