Language

خليلزاد: طالبان د اوربند پر ځاى د وينې بهولو لړۍ اوږدوي

کابل (پژواک، ٢٦ ورى ٩٨): د افغان سولې لپاره د امريکا استازی زلمى خليلزاد وايي چې د روان تاوتريخوالي او مرګ ژوبلې د مخنيوي تر ټولو مهمه لار پر اور بند موافقه کول دي.

خليلزاد دغه څرګندونې د وري په ٢٦مه په خپلو تازه ټويټونو کې په داسې حال کې کړې چې د طالبانو له خوا د الفتح په نوم د جګړه ييزو پسرلنيو عملياتو له اعلان وروسته په ټول هېواد کې جګړو زور اخيستى دى.

هغه زياته کړې چې د روان تاوتريخوالي او مرګ ژوبلې د مخنيوي تر ټولو مهمه لار پر اوربند موافقه کول دي.

زلمي خليلزاد د طالبانو له مشرتابه غوښتي چې خپلو استازو ته اجازه ورکړي چې د خبرو مېز ته راشي او د اوربند په اړه ورسره خبرې وکړي.

نوموړى وايي، امريکا پر افغانستان جګړه نه ده تپلې، بلکې دغه هېواد له لسيزو راهيسې په جګړه کې ښکېل دى او ډېرى مهال افغانان په خپلو کې سره جنګېدلي دي.

هغه په دغو ټويټونو کې پر اوربند ټينګار کړى او زياته کړې یې ده چې لسګونه زره افغانان وژل شوي او د افغانستان خلک د جګړې د يوه بل موسم پر ځاى د پرمختګ نوې لار غواړي.

د افغانستان د سولې لپاه د امريکا ځانګړي استازي ليکلي چې د خبرو اترو پر مهال يې د جګړې کمولو او د وژنو لړۍ درولو لپاره د لارو چارو وړانديز کړى، خو په وينا يې طالبان له همکارۍ انکار کولو سره د وينې بهېدنې دا لړۍ لا اوږدوي.

نوموړي د مرګ ژوبلې د مخنيوي چټکه لار پر يوه اوربند سلا کېدل بولي او د طالبانو پر مشرتابه غږ کوي چې خپلو استازو ته دې د اوربند په اړه د خبرو اجازه ورکړي.

هغه زياته کړې، دى به د اوربند پر موضوع خپل ټينګار جاري ساتي؛ ځکه چې افغانان د يوه هر اړخيز اوربند او تل پاتې سولې مستحق دي او امريکا د افغانانو په دې غوښتنه کې له دوى سره ولاړه وي.

login or register a new account.