ګردېز (پژواک، ٢٦ ورى ٩٨): د پکتيا لسګونه قومي مخورو، مېرمنو او ځوانانو د وسله والو طالبانو له خوا پسرلني نظامي عمليات وغندل او ويې ويل چې د جګړې تېزولو پر ځای دې د سولې خبرې ګړندۍ شي.
دوی وايي چې جګړه د سولې روانې هڅې له ګواښ سره مخامخ کوي او له حکومت او وسله والو طالبانو غواړي چې اوربند وکړي.
د ولايتي شورا غړی محمد رحمن قادري وايي چې د پسرلنيو عملياتو پيل د جګړې په معنا دی چې ډېری قربانيان يې عام خلک دي.
ده زياته کړه، له دواړو خواوو د جګړې اعلان خلک د سولې په اړه ناهيلي کړي او دولت او وسله وال طالبان دې د خلکو غوښتنې ته درناوی وکړي.
نوموړي وويل: ((اوسني عمليات له سولې سره مخالفت ښيي، دا دا معنا لري چې سولې ته دواړه خواوې ژمنې نه دي، دا معنا چې پردۍ جګړې ته لا هم لمن وهل کېږي چې دا جګړه لا تازه شي.))
قومي مشر شېرالله وويل چې د جګړې لپاره هېڅ نه دي پاتې او که روانه جګړه همدومره نور هم دوام وکړي، له خبرو پرته پايله نه شي ترلاسه کېدی.
دی وايي: ((سرتور سر ته مې وګورئ، نور راشئ په خپل منځ کې سره کېنئ، ډز بنديز وکړئ، په څه شي نه سره جوړېږئ، په څه شي سره بد يئ، دا چوکۍ سره ووېشئ، سره تقسيم يې کړئ، خو راځئ نور دا وطن مه تباه کوئ. والله چې ماشومان، کونډې او يتيمان خو څه چې زموږ د غرونو حيوانات هم سولې ته محتاج دي.))
مدني فعاله سپوږمۍ وايي چې په جګړه کې مېرمنو ته تر بل هر چا زيات زيانونه اړولي او وسله وال طالبان دې د خپلو خويندو، ميندو او مشرانو غوښتنې ته په درناوي له سياسي لارې خپلو موخو تر لاسه کولو لپاره مبارزه پيل کړي.
نوموړې وويل: ((سولې ته تر ټولو ډېرې ښځې لېواله دي او ضرورت ورته لري. زموږ ډېرې خويندې د همدې جګړې له امله په کورونو کې ناستې دي او له خپلو حقونو بې برخې دي. جګړه د ټولو بدبختيو اساس دی.))
login or register a new account.