ګردېز (پژواک، ٢٦ ورى ٩٨): د پکتيا لسګونه قومي مخورو، مېرمنو او ځوانانو د وسله والو طالبانو له خوا پسرلني نظامي عمليات وغندل او ويې ويل چې د جګړې تېزولو پر ځای دې د سولې خبرې ګړندۍ شي.
دوی وايي چې جګړه د سولې روانې هڅې له ګواښ سره مخامخ کوي او له حکومت او وسله والو طالبانو غواړي چې اوربند وکړي.
د ولايتي شورا غړی محمد رحمن قادري وايي چې د پسرلنيو عملياتو پيل د جګړې په معنا دی چې ډېری قربانيان يې عام خلک دي.
ده زياته کړه، له دواړو خواوو د جګړې اعلان خلک د سولې په اړه ناهيلي کړي او دولت او وسله وال طالبان دې د خلکو غوښتنې ته درناوی وکړي.
نوموړي وويل: ((اوسني عمليات له سولې سره مخالفت ښيي، دا دا معنا لري چې سولې ته دواړه خواوې ژمنې نه دي، دا معنا چې پردۍ جګړې ته لا هم لمن وهل کېږي چې دا جګړه لا تازه شي.))
قومي مشر شېرالله وويل چې د جګړې لپاره هېڅ نه دي پاتې او که روانه جګړه همدومره نور هم دوام وکړي، له خبرو پرته پايله نه شي ترلاسه کېدی.
دی وايي: ((سرتور سر ته مې وګورئ، نور راشئ په خپل منځ کې سره کېنئ، ډز بنديز وکړئ، په څه شي نه سره جوړېږئ، په څه شي سره بد يئ، دا چوکۍ سره ووېشئ، سره تقسيم يې کړئ، خو راځئ نور دا وطن مه تباه کوئ. والله چې ماشومان، کونډې او يتيمان خو څه چې زموږ د غرونو حيوانات هم سولې ته محتاج دي.))
مدني فعاله سپوږمۍ وايي چې په جګړه کې مېرمنو ته تر بل هر چا زيات زيانونه اړولي او وسله وال طالبان دې د خپلو خويندو، ميندو او مشرانو غوښتنې ته په درناوي له سياسي لارې خپلو موخو تر لاسه کولو لپاره مبارزه پيل کړي.
نوموړې وويل: ((سولې ته تر ټولو ډېرې ښځې لېواله دي او ضرورت ورته لري. زموږ ډېرې خويندې د همدې جګړې له امله په کورونو کې ناستې دي او له خپلو حقونو بې برخې دي. جګړه د ټولو بدبختيو اساس دی.))
سياسي فعال ايوب توتاخېل پر افغان سياسيونو نيوکه کوي چې د سولې له ملي پروسې سره سليقوي او د خپلو سياسي ګټو پر بنسټ چلند کوي.
دى ټينګار کوي چې ټول سياسي ګوندونه او جريانونه بايد د سولې په ملي پروسه کې ونډه واخلي او د ملي ګټو او ارزښتونو په خوندي ساتلو کې خپل مسووليت تر سره کړي.
نوموړی وايي: ((دا عمليات به د قطر د سولې مذاکرات سخت تر سيوري لاندې راولي. سياسيون بايد په دې مهم وخت کې سليقوي چلندونه ونه کړي او د سياسي ګټو پر ځای د ملي ګټو او د خلکو غوښتنې تر سره کولو ته ارزښت ورکړي.))
ولايتي اداره وايي، د خلکو له خوا د هرې هغې هڅې او غږ ملاتړ کوي چې په هېواد کې د سولې او ثبات له ټينګېدو سره مرستندوی وي.
حکومت وايي، د خالد په نوم تازه عمليات يې د ترهګرو ډلو د ځپلو او د ټولنيز ثبات د ټينګښت په موخه پيل کړي او له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې يې لومړيتوب دی، خو وسله وال طالبان وايي چې جګړه يې د خالد عملياتو ته ځواب او د خپلو موخو تر لاسه کولو لپاره ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










