جلال اباد (پژواک ۲۶ وری ۹۸): د ننګرهار چارواکي وايي، په شېرزادو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له لوري د توغول شوي هاوان مرمۍ د لګېدو په پېښه کې د دوو مېرمنو په ګډون څلور تنه ووژل شول.
چارواکي وايي، په دغه پېښه کې د ماشومانو په ګډون اووه کسان ټپيان شوي هم دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وري په ۲۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه ولایت د شېرزادو ولسوالۍ په مرکخېلو سیمه کې د وسله والو طالبانو له خوا توغول شوي د هاوان مرمۍ د ملکي وګړو پر يوه کور لګېدلې ده.
دی وايي، د مرمۍ لګېدو له امله د دغې کورنۍ د دوو مېرمنو په ګډون څلور تنه وژل شوي او د مېرمنو او ماشومانو په ګډون اووه تنه نور ټپیان دي .
د نوموړي د معلوماتو له مخې، یاد توغندی د حاجي نادر په نوم د ملکي وګړو پر کور کې لګېدلی، چې له امله یې نوموړی هم وژل شوی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه د حکومتي چارواکو د دغې پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال په شېرزادو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو له لوري د وسله والو ضد عمليات روان دي.
د يادولو وړ ده، وړمه ورځ هم د وسله والو طالبانو له خوا د خوږیاڼو په بام راغه سیمه کې په لویه لاره د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې نږدې پنځوس کلن هغه کس ووژل شو، چې د زوی نه درلودلو له امله یې درې ودونه کړي وو، چې په وروستیو کې یې زوی زېږیدلی وو او خپله د سړک دغاړې د ماین ښکار شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن