کابل (پژواک، ٢٨ ورى ٩٨): د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د طالبانو د پسرلنيو عملياتو په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د څرګندونو هرکلي تر څنګ يو ځل بيا پر اور بند ټينګار کړى دى.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا د طالبانو له خوا د پسرلنیو بریدونو نوو عملیاتو اعلان غندلی دی.
د دې شورا له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې پر ښکېلو خواوو غږ شوی چې له شته فرصتونو ګټه واخلي او د سولې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
امنیت شورا وايي، د سولې لپاره د افغان دولت د هڅو ملاتړ کوي او په کار ده چې د سولې خبرې د افغانانو په مشرۍ او د دوی په واک کې وي.
له دې مخکې په افغانستان کې د ناټو قوماندان او په خپله زلمي خليلزاد هم د طالبانو د پسرلنيو عملياتو پيلول غندلي وو.
بلخوا د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په يوه تازه ټويټ کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د يادې خبرپاڼې او څرګندونو هرکلى کړى دى.
هغه زياته کړې: ((موږ په داسې حالاتو کې د نړيوالې ټولنې د يووالي هرکلى کوو.))
خليلزاد ويلي، لکه څرنګه چې د امنيت شورا خبرپاڼې واضح کړې، د افغانستان د کلونو جګړې او تاوتريخوالى بايد نور پاى ته ورسېږي.
نوموړي يو ځل بيا پر اوربند او د مذاکراتو پر پيلېدو ټينګار کړى دى.
د هغه په وينا، څوک چې له دغو دوو شيانو سره مخالفت کوي، په تاريخ کې به سم ياد نه شي.
login or register a new account.