کابل (پژواک، ٢٨ ورى ٩٨): وسله والو طالبانو د قطر د بين الافغاني ناستې لپاره د حکومت له خوا پر اعلان شوي نوملړ نيوکه کړې ده.
د افغانستان حکومت پرون د دې ناستې لپاره چې ټاکل شوې ده د اپرېل په ١٩مه پيل شي، د ٢٥٠ کسانو نوملړ خپور کړى.
له ولسمشرۍ ماڼۍ د دغه نوملړ خپرولو پر مهال ويل شوي چې په دې کې د سیاسي ګوندونو، د سیاسي شخصیتونو، د جهادي مشرانو، د قربانیانو د کورنیو، د سولې عالي شورا، د علمای کرامو، د ملي شورا، د مدني ټولنې، د ښځو، د ځوانانو او ژورنالېستانو استازي، حکومتي چارواکي، قومي مشران او متنفذین شامل دي.
خو وسله والو طالبانو پر دغه نوملړ نيوکه کړې او زياته کړې یې ده چې د دوحې د ناستې منتظمين به له دغه نوملړه کسان انتخابوي.
د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغه کنفرانس منتظمینو په ليکل شوې بڼه او مخامخ خبرو کې د دې ټکي سپیناوی کړی چې په دغه کنفرانس کې به څوک د کابل د حکومت استازيتوب نه کوي.
سرچينې زياته کړې، که د مسکو کنفرانس په ډول د کابل حکومت د کوم شخص نوم د ګډونوالو په نوملړ کې وي، هغه به په شخصي ډول شرکت کوي او شخصي نظر به وايي، هېڅوک د کابل ادارې نمایندګي نه شي کولای.
مجاهد ويلي، دا چې د کابل حکومت په ياد کنفرانس کې د دوه نیم سوه کسانو لېست خپور کړی، د کنفرانس تنظیموونکي یواځې له کابله د دومره ډېرو کسانو د منلو پلان نه لري او نه هم په داسې کنفرانسونو کې دا ډول ګډون دود دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، له دغه نوملړه د محدود شمېر سیاسي او قومي مخورو نومونه په نهايي شوي لېست کې شتون لري، چې يواځې هغوی به ګډون کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د کابل لېست جوړوونکي باید درک کړي چې دا په يو لرې خليجي هېواد کې منظم او پلان شوی کنفرانس دی، نه د کابل په کوم هوټل کې د واده او کوم بل مناسبت بلنه او مېلمستيا.
د افغانستان حکومت تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دى ښودلى.
يوې بلې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې ولسمشر غني نن د اعلان شوي لېست له ګډونوالو سره په ارګ کې ګوري او ممکن له دغه لېسته به له طالبانو سره د ليدنې لپاره بل نوملړ جوړ شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن