کابل (پژواک، ٢٩ ورى ٩٨): حکومتي سرچينې وايي چې د قطر ناسته کې د ګډون لپاره له افغانستانه د تلوونکي پلاوي سفر ځنډېدلى دى.
ټاکل شوې ده چې د قطر دوه ورځنۍ ناسته د وري په ٣١مه، د شنبې په ورځ په دوحه ښار کې پيل شي، د افغانستان حکومت په دې ناسته کې د ګډون لپاره د ٢٥٠ کسانو نوملړ اعلان کړى دى.
خو طالبانو پرون د يوې اعلاميې په خپرولو سره له دې نوملړ سره مخالفت ښودلى و او نيوکه يې پرې کړې وه.
بلخوا ځينې سرچينې وايي چې طالبانو د ٢٤٣ کسانو يو بل نوملړ خپور کړى، چې په کې ډېرى د مسکو د تېرې ناستې ګډونوال دي.
ټاکل شوې وه چې حکومتي پلاوى نن له غرمې وروسته د دوحې پر لوري روان شوى واى، خو يوې باوري حکومتي سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې دا سفر ځنډېدلى دى.
سرچينې زياته کړه چې په کابل کې د هوا د خرابوالي له امله سفر ځنډېدلى، خو يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې پر نوملړ د قطر ، افغانستان او طالبانو ترمنځ قوي اختلافات پيدا شوي دي.
سرچينې زياته کړه : (( کومه موافقه چې له قطر حکومت سره شوې وه، چې اجنډا او نوملړ به د افغان حکومت جوړوي او دا به دولت محوره او ملت محوره وي، که چېرې داسې ونه شي، بيا د افغانستان حکومت دا ناسته لغوه کوي.))
ددې خبر په اړه نور جزئيات به وروسته خپاره شي.
login or register a new account.