Language

ناپېژاندو وسله والو په بلوچستان کې ١٤ مسافر وژلي

کابل (پژواک، ٢٩ ورى ٩٨) : ناپېژاندو وسله والو کسانو په بلوچستان ولايت کې د يوه مسافر وړونکي موټر ١٤ سپرلۍ وژلې دي.

د رسنيو د راپورونو له مخې، دغه پېښه تېره شپه ناوخته د بلوچستان ايالت په ګوادر ساحلي سيمه کې رامنځته شوې ده.

ځايي مسوولينو ويلي چې دغه خلک له ګوادر څخه د کراچۍ ښار پر لوري روان و، چې د اورماړه په سيمه کې يې موټر د وسله والو له خوا و درول شو.

عيني شاهدانو ويلي چې ناپېژاندو وسله والو د سپرليو يو بس موټر درولى او  تر پوښتنو ګروېږنو وروسته يې ترې ١٤ کسان وژلي دي.

د پاکستان پوليس وايي چې تر دې دمه لا نه ده روښانه چې وسله وال څوک وو او دغه کسان يې ولې وژلي دي.

سرچينو ويلي، وسله والو د پاکستان د امنيتي ځواکونو يونيفورم پر تن کړى و او په وژل شويو کسانو کې هم يو شمېر امنيتي کارکوونکي شامل دي.

د يادونې ده چې ګوادر د پاکستان سوداګريز بندر دى، چې چين په کې د ميلياردونو ډالرو پانګونه کړې ده.

د بلوچستان خپلواکۍ غوښتونکې وسله واله ډلې ډېرى مهال د دا ډول بريدونو مسووليت اخلي، خو تر اوسه يې په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.