چاریکار (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۹۸): د کابل په کلکان ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر دوو رینجر موټرو وسله وال برید کې یو سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
د کابل د قره باغ ولسوال خواجه حنیف صدیق د دغه مطلب څرګندولو تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه پرون ماښام مهال د پروان- کابل لارې په اوږدو کې رامنځته شوه.
هغه وايي چې له یادو رینجرو یو د پولیسو او دویم یې د ملي اردو اړوند دي او د کابل ښار ته پر لاره وو چې برید پرې وشو.
د دولت وسله والو مخالفینو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن