کابل (پژواک، ٢ غويى ٩٨) : د امريکا د بهرنيو چارو وزير له ولسمشر غني سره په يوه ټيلېفوني اړيکه کې د سولې پروسې او د قطر ناستې په اړه خبرې کړې دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا د غويي په ٢مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ټيلېفوني اړيکه وړمه شپه نيول شوې وه.
سرچينې زياته کړې،د امريکا د بهرنيو چارو وزير پومپيو د طالبانو له خوا د پسرلنيو عملياتو اعلان وغانده او له افغانانو سره يې خپل يووالى اعلان کړ.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي چې دوى د يوې تلپاتې سولې لپاره چې ورسره د ورانيو او تباهيو مخه ونيول شي، له افغانانو سره اوږه په اوږه ولاړ دي.
مايک پومپيو دغه راز په قطر کې د کېدونکې بين الافغاني ناستې پر لغوه کېدو ناهيلي څرګنده کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي،د بهرنيو چارو وزير او د افغانستان ولسمشر اشرف غني د دوحې په څېر ناستې د سولې لپاره ګټورې وبللې.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير له ټولو اړخونو غوښتي چې د يادو ناستو لپاره د ګډونوالو پر غړو او لېستونو هوکړې ته ورسېږي، څو په دوحه کې بين الافغاني ناسته ژر ترسره شي.
ټاکل شوې وه چې د دوحې ناسته د وري په ٣١مه د تېرې شنبې په ورځ ترسره شوې واى، خو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ پر لېستونو د اختلافاتو له امله وځنډېده.
login or register a new account.