Language

سعودي د ترهګرۍ په جرم له ٣٧ کسانو سرونه پرې کړي

کابل (پژواک، ٤ غويى ٩٨): د سعودي عربستان د يوې محکمې په حکم، په دغه هېواد کې له ٣٧ کسانو د ترهګرۍ په جرم سرونه پرې شوې دي.

د سعودي عربستان د دولتي اژانس د راپور له مخې، د سعودي محکمې دغو کسانو ته د ترهګريزو کړنو ترسره کولو او همکارۍ له امله دغه سزا ورکړې وه.

سرچينې زياته کړې چې پرون په رياض، مکه، مدينه  او ځينو نورو ښارونو کې دغو مجرمينو ته سزا ورکړل شوې او سرونه ترې پرې شوي دي.

بلخوا د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د سعودي پر دې پرېکړې نيوکه کړې او ويلي يې دي چې ډېرى دغه کسان شيعه ګان وو.

خو د سعودي عربستان حکومت ويلي چې دغو کسانو  د ترهګرۍ او سخت دريځۍ فکر درلود او د يوې ترهګريزې ډلې جوړولو په هڅه کوو، څو د دغه هېواد امنيتي حالت له ننګونو سره مخ کړي.

login or register a new account.